له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست دجینوا کال مؤسیسې د راغلي پلاوي سره وکتل

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۰:۴۵
news image

نن ورځ پنج شنبه، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په افغانستان کي جینوا کال مؤسیسې  د بشري خدمتونو دلاسرسي او اړیکو سلاکار نجیب الله سلیمان خیل او دپروګرام همږغي کونکي حکمت الله ځدران او داړیکو دمسؤل سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
له پیښو سره د مبارزې آما ګۍ ملي ادارې سرپرست دجینوا کال مؤسیسې راغلي پلاوي ته تر ښه راغلاست ورسته دیادي ادارې پر فعالیتونو او پرمختګونو بحث وکړ.
ترابي صاحب همداراز د جینوا کال مؤسیسې راغلي پلاوي ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ او وویل چي په ګډه د پیښو پر وړاندي همکاري سره کوو.
د جینوا کال مؤسیسې د بشري خدمتونو د لاسرسي او اړیکو سلاکار نجیب الله سلیمان خیل  له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې دسرپرست څخه مننه وکړه او خوښي څرګنده کړه موږ ته مو د ملاقات وخت راکړ او وویل چي جینوا کال مؤسیسې دبیلابیلو ادارو کسانو ته ورکشاپونه جوړ کړي دي.
او اوس غواړو چي له پېښو سره مبارزې آمادګۍ ملي ادارې مرکزي او ولایتي مسؤلینو ته  هم د رمضان میاشتي په ورستۍ اونۍ کي شاوخوا  ۲ ورځنۍ ورکشاپ ورکړو.
ترابي صاحب دغونډي په ورستیو کي وویل چي موږ به دیو طرزالعمل مطابق د خپلو ولایتي او مرکزي مسؤلینو لیست ترتیب کړو او په یاد ورکشاپ کي به ګډون وکړي.

 نیټه: ۱۴۴۶/۹/۱۳  هــ ق 
له پیښو سره مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۳:۱۷
Background image

په فراه ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ پر بنسټ د DRC مؤسسې د ماین‌پاکۍ تخنیکي ټیم، یو شمېر هغه چاودېدونکي توکي چې له تېرو جګړو څخه پاتې شوي وو، په دې ولایت کې کشف او په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۴
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۶۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۳۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شکر درې ولسوالۍ کې د اوبو د یو کانال د پاکولو چارې پیل کړې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي صاحب د لارښوونې له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د شکر درې ولسوالۍ په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .