له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې او د اړمنو خلګو نړیوالي مؤسسې ترمنځ د۶۱۲۰۰۰ شپږ لکه او دولس زره ډالرو په ارزښت دګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۶:۵
news image

نن ورځ دو شنبه، له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د اړمنو خلګو نړیوالي مؤسیسې د معاون احسان الله نعیم او داړیکو مسؤل حمیدالله سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب دیادي مؤسیسې راغلي پلاوي  ته دښه راغلاست ترڅنګ وویل چي خوښ یو چي مؤسیسات د اولس لپاره دبهر هیوادونو څخه مرستي راوړي او پرمستحقو کسانو یی ویشي او ددې مؤسیسې د ټول کاري ټیم څخه یی مننه وکړه چي په سختو شرایطو کي زموږ دزوریدلي اولس سره همکاري کوي. 
او زیاته یې کړل چي دټولو مؤسیساتو او سازمانونو څخه مو غوښتنه داده چي د ژمي په راتګ سره مرستي زیاتي کړي او په چټکۍ سره یی وویشي
د اړمنو خلګو نړیوالي مؤسیسې معاون احسان الله نعیم دیادي اداري دسرپرست څخه ځانګړي مننه وکړه او وویل چي ۲۲ کاله کیږي چي یاده مؤسیسه په افغانستان کي فعالیت کوي او دزراعت، پوهني او داوبو دکانالونو په برخه کي کار کوي.

دیادوني وړ ده چي د ۶۱۲۰۰۰ شپږ لکه او دولس زره ډالرو په ارزښت دغزني ولایت په مالستان او جاغوري ولسوالیو کي ۱۵۹۴ کورنیو ته دګرموونکو وسایلو او د سون توکو رانیولو لپاره د نغدو پیسو ویشل؛ هري کورنۍ ته به د۲۰۰ امریکایی ډالره  معادل افغانۍ ورکول سي.

۲— د ۱۵۹۴ د کورنیو له جملې څخه ۷۹۷ کورنیو ته د ژمنیو ګرمو جامو رانیولو لپاره د نغدو پیسو ویشل؛ هري کورنۍ ته به د ۷۴ امریکایی ډالره معادل افغانۍ ورکړل شي.

۳— د ۱۵۹۴کورنیو له جملې څخه ۷۹۷ کورنیو ته د ګرمو کمپلو ویشل ؛ هرې کورنی ته به د ۵۷ دالرو  معادل افغانیو په ارزښت ۵ تختې کمپلې ورکړل شي.

نیټه: ۱۴۴۶/۶/۱۴  هــ ق 
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .