له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې سرپرست د افغان ماشومانو لپاره د المان مرستو مؤسیسې د رئیس سره وکتل

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۶:۴
news image

نن ورځ یک شنبه، له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د راستنیدونکو ګډوالو سره د مرستي کولو په موخه د افغان ماشومانو لپاره د المان مرستو مؤسیسې د رئیس حاجي محمد عالیم او معاون مصطفی شهاب سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب د یادي مؤسیسې راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چي خوښ یو چي مؤسیسات د اولس لپاره دبهر هیوادونو څخه مرستي راټولوي او پر مستحقو کسانو یی ویشي  او ددې مؤسیسې د ټول کاري ټیم څخه یې مننه وکړه چي په سختو شرایطو کي زموږ د زوریدلي اولس سره همکاري کوي او زیاته یې کړل چي د ټولو مؤسیساتو او سازمانونو څخه مو غوښتنه داده چي د طبیعي او غیري طبیعي پیښو زیانمنو کورنیو سره پوره همکاريۍ وکړي او خپلي هلي ځلي جاري وساتي تر څو اړمنو کورنیو ته مرستي ورسیږي.
د افغان ماشومانو لپاره د المان مرستو مؤسیسې رئیس حاجي محمد عالیم دیادي ادارې دسرپرست او کارکونکو څخه مننه وکړل چي په کارونو کي چټکتیا او شفافیت راویستلي دي.
همداراز حاجي محمد عالیم وویل چي د تورخم د لاري راستنیدونکو ګډوالو ته د څلورو اونیو لپاره خوراکي او غیر خوراکي مواد وویشو  چي په هر اونۍ کي به  ۲۰۰ کورنیو خوراکي او غیر خوراکي مرستي ویشل کیږي چي ټوټل ۸۰۰ کورنۍ کیږي.
 چي هري کورنۍ ته  به یوه بورۍ وړه ۵۰ کیلو، یو پارسل وریجی لس کیلوی، یوه ډبه غوړی ۱۰ لیتره، ۷ کیلو لوبیا، یو کارټن لس بوتله اوبه ۱۵ لیټره، یوه تخته کمپله یو نفري او یوه تخت پلاستیکي فرش. 

نیټه: ۱۴۴۶/۱۰/۱۵  هــ ق 
له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۸
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۸۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۲:۰
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د یو ګبیوني دیوال د جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د یو ګبیوني دیوال د جوړولو چارې د ۵۳ متره اوږدوالي په درلودلو سره پیل کړې. 

 دغه دیوال به د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۱۲
Background image

په فاریاب ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د رضاکارانو ټیم جوړ او فعال شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د هېواد په ولایتونو کې د رضاکارانو د ټیمونو د فعالولو بهیر دوام لري. په همدې لړ کې، د فاریاب. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .