له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس په کاپیسا ولایت کې د خطرناکو ډبرو د ویجاړولو د پروژې له پلي کېدو څخه څارنه وکړه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۵۶
123

نن ورځ سه‌شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي،  د کاپیسا ولایت ته د سفر په ترڅ کی د دې ادارې د بېړنیو عملیاتو د مرکز له رئیس، محترم ملا سیداحمد عثماني، د اطلاعاتو او نشراتو رئیس او ویاند محترم محمد یوسف حماد، او د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له یو شمېر مسؤلینو سره یوځای، د یاد ولایت د مرکز الیاس‌خېل کلي ته سفر وکړ او په دې سیمه کې یې د خطرناکو ډبرو د ویجاړولو د پروژې له پلي کېدو څخه څارنه وکړه.

محترم ترابي صاحب په دې سیمه کې د ډبرې د ښویېدو له امله له زیانمنې شوې کورنۍ سره د لیدنې پر مهال وویل، چې څه موده وړاندې د یوې لویې ډبرې د ښویېدو له امله څلور تنه شهیدان او شپږ تنه نور ټپیان شول. نوموړي زیاته کړه، چې زیانمنې شوې کورنۍ ته د رسېدنې ترڅنګ، د دې ادارې تخنیکي ټیمونو د ټولو خطرناکو ډبرو له سروې او ارزونې وروسته، د قراردادي شرکت له لوري د هغو ډبرو د ویجاړولو کار پیل کړ او دا لړۍ به د هېواد په نورو خطرناکو سیمو کې هم دوام ولري.

په همدې حال کې، د کاپیسا ولایت پېښو ته د رسېدنې آمر، محترم عبدالواسع بارکزي، وویل چې دا سیمه مخکې له جدي ګواښ سره مخ وه، چې د ادارې تخنیکي کارکوونکو له سروې وروسته د خطرناکو ډبرو د ویجاړولو او د سیمې د خوندي کولو چارې پیل کړې او اوس مهال هم په څو نورو سیمو کې په کار کولو بوخت دي.

همدارنګه، زیانمنې شوې کورنۍ د پېښې د رامنځته کېدو څرنګوالی بیان کړ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ترسره شویو اقداماتو له امله یې مننه او قدرداني وکړه.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۹:۳۱
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده

نن ورځ سه‌شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د دې ادارې د بېړنیو عملیاتو د مرکز له رئیس، محترم ملا سیداحمد عثماني او د اطلاعاتو او نشراتو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۷:۶
Background image

د سمنګان ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۷۴ کورنیو ته نغدي مرستې وویشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د PIN موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سمنګان ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت د دره صوف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۵۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس ۸۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

نن ورځ سه‌شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د میدان وردګ او لوګر ولایتونو له سفرونو وروسته، د دې ادارې د بېړنیو عملیاتو د مرکز له رئیس،. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .