له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغانستان لپاره د ښو ګاونډیانو نړیوالې موسسې  ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

tamim_azimi
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۷:۴۸
news image

نن ورځ چهارشنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغانستان لپاره د ښو ګاونډیانو نړیوالې موسسې له عمومي مسؤل، عبدالستار سا ﺉد سره وکتل او له هغه سره یې د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک کړه.
په دې کتنه کې، ترابي صاحب د يادې موسسې پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او ويې ويل، چې د موسسو لپاره د افغانستان د خلکو په ګټه د هر ډول اغېزمن فعاليت زمينه برابره ده او موږ همدارنګه هڅه کوو، چې هغوى ته لا زياتې آسانتياوې برابرې کړو، ترڅو له دې لارې څخه د افغانستان وګړي له مرستو څخه زيات مستفد شي.
په همدې حال کې، د افغانستان لپاره د ښو ګاونډیانو نړیوالې موسسې عمومي مسؤل، عبدالستار ساﺉد د دې ادارې له سرپرست څخه د همکاریو په پار مننه وکړه او ویې ویل، چې موږ هڅه کوو چې دا پروژه په ښه کیفیت او سرعت سره تطبیق کړو.
د یادولو وړ ده، چې په  وروستیو کې د دواړو ادارو ترمنځ د ۹۰,٠٠٠ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې پر اساس به یې د دې موسسې په واسطه د کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په جورغل کلي کې د سېلابونو د خطرونو د کمولو په موخه د ۱۰۰ مترو په اوږدوالي یو استنادي دیوال جوړ شي. همدارنګه په دې پروژه کې د څښاک د اوبو د سرچینو بیا رغونه، د اقلیم د بدلونونو او حفظ الصحې په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره کول، ۱۲۰ کورنیو ته د حفظ الصحې کېټونو وېشل او اړمنو کورنیو ته د ماشومانو د جامو ۱۰۰۰ بستې هم په دې پروژه کې شاملې دي.

نېټه: ١٤٤٦/١١/١٦ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

په پکتیکا ولایت کې ناچاوده توکي خنثی کړل شول

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې د هلوټرسټ ماین پاکۍ نړیوالې موسسې تخنیکي ټیم، د یاد ولایت د شکین ولسوالۍ په شمس الدین چیني کلي کې له تېرو جګړو څخه پاتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۲:۷
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۶ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۱۷۶ کورنیو ته چې له پاکستان او ایران څخه په اجباري توګه را اېستل شوې وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۶:۶
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۰ اړمنو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، په فراه رود ولسوالۍ کې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .