له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن اېډ مؤسیسې ترمنځ د ۱۱۳۱۴۶۶ ډالرو  په ارزښت د ګډو همکاریو دوې تفاهم نامې لاسلیک شوې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۵:۹
news image

نن ورځ پنج شنبه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د اکشن ایډ مؤسیسې د پروګرامونو عمومي مسئول او سرپرست سایمون ونکور او د هغه مل پلاوي سره وکتل.
ترابي صاحب د یادې مؤسیسې پلاوي ته ښه راغلاست وویل او څرګنده یې کړه چې په هېواد کې د ټولو مؤسیسو لپاره د بشري فعالیتونو زمینه برابره ده او موږ هڅه کوو ترڅو  چي د هېواد په هر ولایت کې   موسسه فعالیت کوي د هغوی لپاره د همکاري زمینه برابره کړو.
همداراز نوموړي وویل چې ددې ادارې ولایتي ریاستونو ته یې لارښوونه کړې چې له مؤسیسو سره همکاري وکړي او د هغوی ستونزې پر وخت حل کړي.
ورسته د اکشن ایډ مؤسیسې سرپرست سایمون ونکور له موسیسو سره ددې ادارې د همکارۍ له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دا مؤسیسه د افغانستان خلکو ته په بېلابېلو برخو کې د مرستو رسولو لپاره هڅه کوي   چې دا مرستې په خپل وخت اړمنو خلکو ته ورسوي.
د یادونې وړ ده چې یاده مؤسسه به  د لومړۍ تفاهم نامې له مخې   په کابل کې ۱۰۰۰ زیانمنو کورنیو ته د  ۵۷۴,۲۶۳ ډالرو په ارزښت  نغدي مرستې وویشی په داسی ډول چې ۵۰۰  کورنیو ته په ده سبز ولسوالۍ کې او ۵۰۰ نورو کورنیو ته په بګرامۍ ولسوالۍ کې، چې هرې کورنۍ ته به په درې قسطونو کې ۴۶۸ ډالر (هر قسط ۱۵۶ ډالر)  ویشل کیږی 
همداراز د دویمې تفاهم نامې له مخې به د ۵۵۷۲۰۳ ډالرو په ارزښت په غور او بامیان ولایتونو کي  ۱۴۴۵ کورنیو ته د سون توکو، جامو او کمپلو دبرابرولو لپاره نغدي مرستي ورکول کیږی  چي د غور ولایت په مرکز کي ۸۷۹ کورنیو ته او د بامیان ولایت په مرکز کې ۵۶۶ کورنیو ته نغدي مرستي ویشل کیږي.

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۲ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۶:۳۶
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٤٨ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د پریان ولسوالۍ په شالکچه،پیر ګذر، کوهسار پایین، شانیز، کوجان او کوهسار کلیو کې د پنجشیر د سیند د اوبو د زیاتوالي او د واورې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۲:۴۰
Background image

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۹ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خوړو نړیوال پروګرام، د کډوالۍ نړیوال سازمان او د یونیسف دفتر په ملاتړ، ۲۱۹ هغو کورنیو ته چې د یاد ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۷:۲۹
Background image

په نیمروز ولایت کې د اجباري اېستل شویو راستنېدونکو لپاره د یو معیاري پنډغالي د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي 

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په اجباري توګه د اېستل شویو کډوالو وضعیت ته د اغېزناکه، چټکې او منظمې رسېدنې په موخه، په دغه ولایت کې د یو معیاري او مجهز پنډغالي د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .