له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوراک نړیوال سازمان (WFP) ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۵:۲۹
news image

نن ورځ سه‌شنبه، له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوراک نړیوال سازمان ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه تخنیکي غونډه، د یادې ادارې د کارکوونکو چارو رئیس؛ الحاج مولوي محمد عابد نعماني، د پلان او پالیسۍ رئیس؛ ملا محمد جاوید عباس، د نړیوالو اړیکو د ریاست سرپرست؛ برهان‌الدین خان، د خوراک نړیوال سازمان د اړیکو مسؤل؛ اون شیورت، د بیړنیو چارو مسؤل؛ منصف‌الله انوري، د پلان جوړونې مسؤل؛ عبدالرزاق ایوبي، د بشري مرستو مسؤل؛ عبدالغفور نوابي او د دې ادارې یو شمېر آمرینو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې تخنیکي پلاوي ټینګار وکړ، چې د خوراک نړیوال سازمان تل د افغانستان خلکو ته بشردوستانه مرستې رسولې دي، او له دې امله یې له یاد سازمان څخه مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې دغه مرستې باید دوام ومومي او پراخې شي.
یاد پلاوي د خوراک نړیوال سازمان څخه وغوښتل چې د روزنیزو پروګرامونو ترسره کولو او د دې ادارې د دفترونو لپاره د تجهیزاتو برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.
په ورته وخت کې، د خوراک نړیوال سازمان تخنیکي پلاوي، د دې ادارې له همکاریو مننه وکړه او ویې ویل چې د خوراک نړیوال سازمان تل هڅه کوي چې د افغانستان خلکو ته غوره خدمات وړاندې کړي.
یاد پلاوي ټینګار وکړ چې دواړه لوري به د غوره خدمتونو وړاندې کولو او زیانمنو کورنیو ته د مرستو د رسولو بهیر د ګړندي کولو لپاره په ګډه کار وکړي. هغوی همداراز ژمنه وکړه چې د تجهیزاتو برابرولو او د روزنیزو پروګرامونو د تنظیم لپاره به له نورو ډونرانو سره خبرې وکړي.
وروسته د غونډې ګډونوالو د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو مفصل راپورونه وړاندې کړل او د بشري مرستو په برخه کې د دوامداره همغږۍ او همکارۍ پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
په پای کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي په غونډه کې ګډون وکړ او ویې ویل چې موږ تل هڅه کوو چې له بېلابېلو مرستندویه سازمانونو او بنسټونو سره خپلې همکارۍ لا پراخې کړو. نوموړي د خوراک نړیوال سازمان څخه وغوښتل چې خپلې مرستې د دې ادارې له لارې ترسره کړي، ترڅو د مرستو د وېش بهیر لا اغېزناک شي.

نېټه:۱۴۴۶/۸/۲۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۳۹
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۸ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د AWCPO موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په ډنډ پټان او څمکنۍ ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۵۷
Background image

په جوزجان ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د رضاکارانو ټیم جوړ او فعال شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د هېواد په ولایتونو کې د رضاکارانو د ټیمونو د فعالولو بهیر دوام لري. په همدې لړ کې، د جوزجان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۱
Background image

د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM, WFP او UNICEF دفترونو په ملاتړ، ۲۳۲ کورنیو ته چې د یاد ولایت په کچه د بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .