له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام تر منځ د بیړنیو کړنو د آسانتیا په پار تخنیکي غونډه ترسره شوه

نن ورځ سه شنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) استازو په شتون کې، په بیړني حالت کې د ګډو همکاریو د نقشې د ارزونې په موخه تخنیکي غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه د ماین پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ د رییس، قاري نورالدین رستم خیل، د کارکوونکو چارو د رییس، محمد عابد نعماني، د اطلاعاتو او نشراتو د رییس، حافظ محمد یوسف حماد، د نړیوالو اړیکو ریاست د سرپرست، برهان الدین خان، د اړیکو د مسؤل، اون شیورټ، د بیړنیو چارو د مسؤل، پاول ایلور، د اړیکو د مدیر، حمید الله افغان او د دې ادارې د آمرینو او د خوړو د نړیوال سازمان د یو شمېر کارکوونکي په شتون کې ترسره شوه.
د دې غونډې اصلي تمرکز د بیړنیو فعالیتونو د آسانتیا او ګړندي کولو لپاره د نقشې د ارزونې، د بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، دوه اړخیزې ژمنې، جغرافیایي هدفونه، د معلوماتو تبادله او د دوامداره همکاریو پراخول وو.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې استازو د شته فعالیتونو او ننګونو په اړه معلومات وړاندې کړل او له نړیوالو شریکانو سره یې د نږدې همکاریو او همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
په مقابل کې، د WFP مسؤلینو د بشردوستانه خدماتو په وړاندې کولو کې د اغېزمنې همکارۍ او د طبیعي پیښو له امله اغېزمنو کورنیو ته د مرستې رسولو پروسې د ګړندۍ کولو لپاره د سازمان په ژمنتیا ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې، دواړو لوریو د ګډو همکاریو پر دوام، د پروګرامونو په تطبیق کې د همغږۍ پر ښه والي او د معلوماتو پر اغېزمنې تبادلې ټینګار وکړ.
نېټه: ١٤٤٦/١١/١٥ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره