له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام تر منځ د بېړنیو کړنو د آسانتیا په پار تخنیکي غونډه ترسره شوه

tamim_azimi
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۸:۵۵
news  image

نن ورځ سه شنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) استازو په شتون کې، په بېړني حالت کې د همکارۍ او همغږۍ په موخه تخنیکي غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه د ماین پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ د رییس، قاري نورالدین رستم خیل، د کارکوونکو چارو د رییس، مولوي محمد عابد نعماني، د اطلاعاتو او نشراتو د رییس، حافظ محمد یوسف حماد، د نړیوالو اړیکو ریاست د سرپرست، برهان الدین خان، د اړیکو د مسؤل، اون شیورټ، د بیړنیو چارو د مسؤل، پاول ایلور، د اړیکو د مدیر، حمید الله افغان او د دې ادارې د آمرینو او د خوړو د نړیوال سازمان د یو شمېر  کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.
د دې غونډې اصلي تمرکز څېړنه, همغږۍ, د بېړنیو فعالیتونو د آسانتیا او ګړندي کول، دوه اړخیزې ژمنې، جغرافیایي موخې، د معلوماتو تبادله او د دوامداره همکاریو پراخول وو.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې استازو د شته فعالیتونو او ننګونو په اړه معلومات وړاندې کړل او له نړیوالو شریکانو سره یې د نږدې همکاریو او همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
په مقابل کې، د خوړو نړیوال پروګرام مسؤلینو د بشردوستانه خدماتو په وړاندې کولو کې د اغېزمنې همکارۍ او د طبیعي پیښو له امله اغېزمنو کورنیو ته د مرستې رسولو پروسې د ګړندۍ کولو لپاره د سازمان په ژمنتیا ټینګار وکړ. 
د غونډې په پای کې، دواړو لوریو د ګډو همکاریو پر دوام، د پروګرامونو په تطبیق کې د همغږۍ پر ښه والي او د معلوماتو پر اغېزمنې تبادلې ټینګار وکړ.

نېټه: ١٤٤٦/١١/١٥ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۳۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شکر درې ولسوالۍ کې د اوبو د یو کانال د پاکولو چارې پیل کړې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي صاحب د لارښوونې له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د شکر درې ولسوالۍ په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۳
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د  (AWDERO)  مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۵۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .