له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي پراختایې او ټولنیزي مؤسیسې تر منځ د یو سل شل زره څلور سوه نهه (۱۲۰,۴۰۹) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۳:۵۴
تصویر خبر

نن ورځ چهار شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د رازي پراختایی او ټولنیزي مؤسیسې د رئیس محمود خان رحماني سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ښاغلې ترابي صاحب د رازي پراختایې او ټولنیزي مؤسیسې رئیس  ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چي خوښ یو چي نن یوه داسي تفاهم نامه لاسلیک کوو چي په هغه سره زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي مرستي رسول کیږي او د یادي مؤسیسې د ټول کاري ټیم څخه یې ځانګړي مننه وکړه او وویل چي یادي مرستي باید جاري وساتي ترڅو زیانمني کورنۍ مو د خدمتونو څخه برخمن سي.
همدرانګه، ښاغلې ترابي صاحب زیاته کړل چي د ټولو موسیساتو او سازمانونو څخه مو غوښتنه داده چي د طبیعي او غیرطبیعي پېښو پر وړاندي د وقایې په برخه کي لازمي همکارۍ وکړي.
د یادي مؤسیسې رئیس، ښاغلې محمود رحماني له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس څخه مننه وکړل چي یاده اداره زموږ کارونه بیله ځنډه راته خلاصوي او د یادې ادارې د ټول کاري ټیم څخه یې مننه وکړل او وویل چي موږ به ډیر ژر یادي مرستي د هرات ولایت زیانمنو او مستحقو کورنیو ته وویشو.
د یادوني وړه ده، یاده تفاهم نامه چي د یو سل شل زره څلور سوه نهه (۱۲۰,۴۰۹) ډالرو په ارزښت لاسلیک سوه، له مخي به یې د هرات ولایت په ۱۵ ناحیو کي ۱۱۰۴ بي وزله او مستحقو کورنیو ته د ۱۲ میاشتو لپاره هري کورنۍ ته په هره میاشت کي ۲۹۰۰ افغانۍ ورکول کیږي.

نیټه: ۱۴۴۷/۳/۱۷  هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۷
Background image

د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د ویالې د ترمیم او د خوړ او ویالې د پاکولو کار پیل شو 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ د غونډۍ کلا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۲۷
Background image

د پېښو چارو د انسجام معین د کابل ښار د شهدای صالحین په غره کې د خطرناکو ډبرو د ویجاړولو د پروژې تسلیمي واخیسته 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د خطر د مخنیوي او کمولو رئیس، محترم حاجي اختر محمد خادم، د کابل ولایت پېښو ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت اړوند ۱۰۳ کورنیو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .