له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې مؤسسې ترمنځ ټولټال د څلور سوه او اووه زره او شپږ سوه او یو ویشت (۴۰۷,۶۲۱) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهمنامه لاسلیک شوه
نن د سې شنبه سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې مؤسسې د اړیکو او بشري چارو له مسؤل، سید محمود پاچا شمس سره وکتل او د ګډو همکاریو تفاهمنامه یې ورسره لاسلیک کړه.
محترم ترابي صاحب وویل، چې د دې ادارې ډېری فعالیتونه د وقایوي پروژو د پلي کېدو له لارې د پېښو د خطرونو کمولو او همدارنګه زیانمنو شویو خلکو ته د رسېدنې په اړه دي. نوموړي زیاته کړه، چې موږ د خلکو او سیمو د اړتیاوو یو لړلیک ترتیب کړی، او تاسو ته به یې وسپارو، تر څو په خپلو پروګرامونو کې یې په پام کې ونیسئ او په یوه سیمه کې د پروژو دوه ځل پلي کېدو مخه ونیول شي.
په ورته وخت کې، د یادې موسسې د اړیکو او بشري چارو مسؤل، ښاغلي سید محمود پاچا شمس د یادې مؤسسې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې دوی د پېښو او کډوالو په برخه کې فعالیت کوي او دا چې د دوی اصلي همکار سکتور له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ده، نو ټول فعالیتونه به د همدې ادارې سره په همغږۍ او مشورو ترسره کوي او یاد لړلیک به تر ممکنه حد پورې په پام کې ونیسي.
په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د څلور سوه او اووه زره او شپږ سوه او یو ویشت (۴۰۷,۶۲۱) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهمنامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې یاده مؤسسه د ننګرهار ولایت په مومند درې ولسوالۍ کې لاندې فعالیتونه ترسره کړي:
۱. د ماشومانو د خوندیتوب، معیشت، اوبو او حفظالصحې ته په پاملرنې سره د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو لپاره د ټولنې د لومړیتوبونو ټاکل او د لومړني اقدام پلان جوړول،
۲. د طبیعي پېښو په ځانګړي ډول د سېلابونو د اغېزو کمولو لپاره د محافظتي زېربناوو لکه استنادي دیوالونو، ګبیوني دیوالونو، چیکډیمونو، پیاده لارو او کانالونو جوړول او پاکول،
۳. د طبیعي پېښو له امله د زیانمنتیا د کچې د کمولو په موخه د ماهرو او غیرماهرو کارګرانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول او د کار په بدل کې د نغدو پیسو وېشل.
۴. د طبیعي پېښو د غبرګون پلان د فعالېدو پر مهال خوندي سیمو ته د خلکو لېږدول.
۵. د لومړني اقدام پلان د پلي کېدو ارزونه او څارنه، او د ټولنې په کچه د نغدو مرستو وېشل.
۶. د طبیعي پېښو د اغېزو د کمولو په موخه د اقلیمي بدلونونو اړوند د مهمو پیغامونو چمتو کول او د عامه پوهاوي کمپاینونو ترسره کول.
۷. د خلکو د پوهاوي د لوړولو او د لومړني اقدام پلان د تایید لپاره د ورکشاپونو او روزنیزو پروګرامونو ترسره کول.
۸. د ټولنې په کچه د طبیعي پېښو د مخکینۍ خبرتیا او اطلاعرسونې د سیسټمونو پیاوړي کول.
۹. په راتلونکو پروګرامونو کې د کارولو لپاره د پروژې د اغېزمنو فعالیتونو او زده کړې ثبتول او مستندجوړول.
۱۰. د پېښو د مدیریت د سیمه ییزو کمېټو لپاره د بیړنیو وسایلو برابرول.
۱۱. د طبیعي پېښو د پېژندنې او د هغو د اغېزو د کمولو په اړه د پوهاوي موادو چاپ او وېشل.
۱۲. د پروژې د فعالیتونو د دوامدارې څارنې لپاره د مسؤلو او ښکېلو ادارو لپاره د ترانسپورت برابرول.
۱۳. له تمویل کوونکو سره د پروګرامونو د پراختیا لپاره د پایلو شریکول او د مقایسوي مطالعاتو ترسره کول.
۱۴. د پروژې د فعالیتونو د څارنې او ارزونې د ښهوالي لپاره د تخصصي روزنو ترسره کول.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
