له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د میشن‌اېسټ موسسې تر منځ د شپږ سوه شپږ اتیا زره او اووه سوه څلور دېرش (۶۸۶,۷۳۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۲۰:۱۴
news image

نن یکشنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د میشن‌اېسټ نړیوالې موسسې د افغانستان د دفتر له مسؤل محترم سبراتادي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې غونډه کې ترابي صاحب د یادې موسسې د تېرو فعالیتونو قدرداني وکړه او ټینګار یې وکړ، چې موسسې باید د بشري مرستو د دوام تر څنګ، په تدریجي ډول د دغو مرستو بڼه په بنسټیزو پروژو بدله کړي. نوموړي د خلکو د اړتیاوو کچې په یادولو سره د دې بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ او د دې پروسې د شفافیت غوښتنه یې هم وکړه.
ورپسې ښاغلي سبراتادي د دې لیدنې لپاره د وخت د برابرېدو له امله خوښي څرګنده کړه او د یادې پروژې په اړه یې معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل چې د دې پروژې په چوکاټ کې به د تخار ولایت په درېیو ولسوالیو کې د زیانمنو خلکو لپاره د کورونو د جوړولو او د ترمیم په موخه نغدي مرستې برابرې شي.
په پای کې د دواړو خواوو تر منځ ټولټال د ۶۸۶,۷۳۴ (شپږ سوه شپږ اتیا زره او اووه سوه څلور دېرش) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې ټاکل شوې ده د تخار ولایت په فرخار، چال او اشکمش ولسوالیو کې به ۲۰۰ کورنیو ته د کورونو د ترمیم په موخه او ۱۸۰ کورنیو ته د کورونو د جوړولو په موخه نغدي مرستې ووېشل شي. همدارنګه هغو کورنیو ته چې کورونه یې په جزوي ډول ویجاړ شوي، هرې کورنۍ ته به د ساختماني کار وسایلو د اخیستو لپاره ۵۰ ډالر وېشل کېږي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په وازېخوا او ګومل ولسوالیو کې د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې وکړه

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست انجنیري او نشراتي ټیم د وازېخوا او ګومل ولسوالیو ته د سفر پر مهال، د پېښو له خطرونو څخه د زیانونو د کمولو د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

د بامیان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پنجاب ولسوالۍ کې د سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سېلابونو له خطرونو څخه د زیانونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۴
Background image

د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د بیړنۍ شمېرې ۰۷۰۸۶۰۶۰۶۰ له لارې، د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د عسکرکوټ بازار د سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .