له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ځوانانو د بدلون او پرمختګ مؤسسې (CDYO) ترمنځ د درې سوه شپېته زره او اته سوه څلورویشت (۳۶۰,۸۲۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۶:۶
news image

نن ورځ سې شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د ځوانانو د بدلون او پرمختګ مؤسسې (CDYO) له رئیس، محترم عبدالمجید حمیدي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې، محترم ترابي صاحب د یادې موسسې پلاوي ته د راغلاست ترڅنګ په خپلو خبرو کې ووېل، چې د افغانستان بېوزله خلک بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري نو ځکه، موږ تل هڅه کوو چې د مرستندویه سازمانونو لپاره د فعالیت زمینه برابره کړو، او له دغو سازمانونو غواړو چې هڅه وکړي ترڅو له خپلو ډونرانو څخه د بنسټیزو پروژو پلي کولو لپاره بودجه جلب کړي او په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو ترڅنګ د طبیعي پېښو د خطرونو او زیانونو د مخنیوي پروژې پلي کړي، نوموړي د یادې موسسې د فعالیتونو او همکاریو ستاینه وکړه او ویې ویل چې، موږ خپلو ولایتي ریاستونو ته لارښونه کړې ترڅو له مرستندویه سازمانونو سره د هغوی د پروژو بشپړولو په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.
ورپسې د ځوانانو د بدلون او پرمختګ مؤسسې رئیس، محترم عبدالمجید حمیدي، د خپلې پروژې په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل، او د ادارې د سرپرست څخه  یی د تفاهم نامې د لاسلیک کولو لپاره د لیدنې زمینې برابرولو په پار مننه او قدرداني وکړه او ژمنه یې وکړه چې دا پروژه به په خپل وخت سر ته ورسوي، او د دې پروژې له مخې به په جوزجان ولایت کې ټولټال اوولس زره او اته سوه اته څلوېشت ۱۷,۸۴۸ بېوزله او اړمنو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشل شي. 
د یادونې وړ ده چې د دې ناسته په پای کې، د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د درې سوه شپېته زره او اته سوه څلورویشت (۳۶۰,۸۲۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې د یادې تفاهم نامې له مخې به د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په ګډون په ټولو ولسوالیو کې، اوولس زره او اته سوه اته څلوېشت (۱۷,۸۴۸) کورنیو ته نغدي او خوراکې مرستې په څلورو پړاوونو کې په لاندې ډول ووېشل شي:  
لومړی پړاو: ۵,۴۳۸ کورنیو هرې یوې ته به ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵۵ کیلو غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال او ۰.۵ کیلو مالګه د شپږو میاشتو لپاره په یوځل ورکړل شي.
دوهم پړاو: ۴,۷۶۰ کورنیو هرې یوې ته به ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵۵ کیلو غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال او ۰.۵ کیلو مالګه د شبږو میاشتو لپاره په یوه میاشت کې ووېشل شي.
درېیم پړاو: ۶,۸۰۰ کورنیو هرې یوې ته به ۲,۹۰۰ افغانۍ نغدي پیسې د شپږ میاشتو لپاره په یوه میاشت کې ووېشل شي او همدارنګه په څلورم پړاو کې، ۸۵۰ کورنیو هرې یوې ته به ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال او ۱ کیلو مالګه د دوو میاشتو لپاره په یو ځل کې ووېشل شي. 

نېټه:۱۴۴۶۷/۱/۱۹ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۶:۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ځوانانو د بدلون او پرمختګ مؤسسې (CDYO) ترمنځ د درې سوه شپېته زره او اته سوه څلورویشت (۳۶۰,۸۲۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن ورځ سې شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د ځوانانو د بدلون او پرمختګ مؤسسې (CDYO) له رئیس، محترم عبدالمجید حمیدي سره په خپل کاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۵:۱۸
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د مډرن کرنیز او مالدارۍ مؤسیسې تر منځ د (۴۱۱,۵۴۹) د څلور لکه یوو لس زره پنځه سوه نهه څلویښت ډالرو په ارزښت تفاهم نامه لاسلیک سوه.

نن ورځ سې شنبه له پیښو سره د مبارزې امادګۍ سرپرست  الحاج ملانورالدین ترابي د مډرن کرنیز او مالدارۍ مؤسیسې د رئیس محمد ناصر قادري سره وکتل. 
ترابي صاحب د یادي مؤسیسې  رئیس ته ښه راغلاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۴:۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د شلټر فارلایف نړیوالي مؤسسې ترمنځ د پنځه سوه اته ویشت زره او څلوراتیا ډالرو (۵۲۸,۰۸۴) په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن ورځ سې شنبه< له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د شلټر فارلایف نړیوالې مؤسسې له رئیس الحاج انعام الله محبوب، مالي او اداري مسؤل محمد حسام. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .