له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) ترمنځ د ۱,۰۱۹,۰۳۴ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

tamim_azimi
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۲۳:۱۴
news image

نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) له رئیسې، مېرمن شیرین حسن ابراهیم او د هغې له مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې، ترابي صاحب د یادې کمیټې پلاوي ته ښه راغلاست وویل او څرګنده یې کړه چې موږ مؤسسو ته واک ورکړی دی چې په هره برخه او هر ولایت کې چې کولای شي، خلکو ته مرستې ورسوي او بنسټیزې پروژې پلي کړي. هغه زیاته کړه چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو په ګډون له ګڼو ستونزو اغېزمن شوی او مرستو ته اړتیا لري، نو ځکه موږ له موسسو سره چټکه او شفافه همکاري کوو.
ورته مهال، مېرمن شیرین د دې ترڅنګ چې د خپلې روانې پروژې په اړه یې معلومات وړاندې کړل، د ترابي صاحب او د دې ادارې د کارکوونکو له تېرو همکاریو څخه یې هم مننه وکړه. هغې وویل، یو له هغو دلایلو چې موږ کولای شو خپلې پروژې په چټکۍ سره پلي کړو او له ډونرانو څخه زیاته بودجه ترلاسه کړو، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اغېزمنه او پر وخت همکاري ده چې موږ ته د دغو کارونو زمینه برابروي.
په پای کې، دواړو لوریو د ۱,۰۱۹,۰۳۴ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک کړه. د دې تفاهم‌نامې له مخې به، ۲۰۸۰ اړمنو او زیانمنونکو کورنیو ته د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې نغدي مرستې ووېشل شي، په دې توګه چې هرې کورنۍ ته به د ۳۰۰ ډالرو مرسته د اړتیا او زیان‌مننې کچې ته په کتو په بېلابېلو قسطونو کې ووېشل شي.
همداراز، د هرات او بادغیس ولایتونو له خطر سره مخ د سیمو تخنیکي سروې هم د دې پروژې برخه ده، تر څو د دې کمېټې او نورو اړوندو ادارو لخوا د راتلونکو پروژو لپاره ترې ګټه واخیستل شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۳
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۲۹ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دفتر، RRAA او ډاکار مؤسسو په مالي ملاتړ او د ARCIO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت د ښار په لومړۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۶۹ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، UNICEF او د GAALO دفتر په مالي ملاتړ، د دې ولایت اړوند ۱۶۹ کورنیو ته، چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۱۱
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۷۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۷۴ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.

په دې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .