له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ښځو او ماشومانو خیریه مؤسسې ترمنځ د شپاړس زره او څلور سوه او څلور اتیا (۱۶،۴۸۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه 

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۶:۳۸
news image

نن د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د ښځو او ماشومانو خیریه مؤسسې له رئیس، محترم ارشاد الله زلمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړ.
په دې لیدنه کې محترم ترابي صاحب، د یادې مؤسسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې موږ مؤسسو ته زیانمنو خلکو ته د مرستو د رسولو له امله په هره برخه کې سهولتونه برابر کړي دي او له مؤسسو څخه مو دا غوښتنه ده چې خپلي مرستې په پوره شفافیت او چټکتیا سره زیانمنو شویو کورنیو ته ورسوي.
 ورپسې،  د ښځو او ماشومانو خیریه مؤسسې رئیس، محترم ارشاد الله زلمي د خپلې پروژې په هکله معلومات وړاندې کړل او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له سرپرست، محترم ترابي صاحب څخه یې د تفاهمنامې د ژر لاسلیک کېدو په پار مننه وکړه او ویې ویل چې تاسو له موږ سره تر دې مهاله په هره برخه کې همکارۍ کړې دي او هیله مند یو چې له دې وروسته به هم راسره په هره برخه کې همکار پاتې شی.
د یادونې وړ ده، چې په پای کې د دواړو لوریو تر منځ ټولټال د شپاړس زره او څلور سوه او څلور اتیا (۱۶،۴۸۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌ناهه لاسلیک شوه. چې د دې تفاهم‌نامې له مخې به د نورستان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د د خوړو د نړیوال پروګرام WFP په ملاتړ خوراکي توکي ووېشل شي. 
په دې لړۍ کې به د نورستان ولایت په واما، وایګل، کامدیش، برګ مټال، نورګرام، دوهاب، منډول ولسوالیو او مرکز پارون کې ۱۶۰۰ کورنیو ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۲.۵ کیلو دال نخود، ۹.۱ کیلو غوړي او ۱ کیلو مالګه ووېشل شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۲/۱۰هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۴۱ زیانمنو او بېځایه شویو کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ  ادارې او د (CWSA) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌ لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یادې مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۸
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۸ زیانمنو کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، د ماشومانو د ملاتړ او SI مؤسسو په مالي ملاتړ، د سروبي ولسوالۍ ۸۸ هغو کورنیو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۲۲
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په مرکز، خیرکوټ، اورګون او برمل ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۷۹ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .