له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ د رضاکارو ټیمونو جوړولو په موخه تخنیکي غونډه ترسره وشوه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۹
تصویر خبر

پرون سهار د چهارشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) تر منځ تخنیکي غونډه د یادې ادارې په انګړ کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د رضاکارو ټیمونو د جوړولو بهیر ارزونه، د ملاتړ کوونکو پالیسیو تدوین او د دې طرحې د پلي کولو لپاره د اړینو مرستو جلبول و. 
په دې غونډه کې د کارکوونکو چارو رئیس، مولوي محمد عابد نعماني، د بهرنیو اړیکو آمر، برهان‌الدین خان او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې یو شمېر آمرینو، همداراز د کډوالۍ نړیوال سازمان لخوا د خطرونو د کمولو مسئول اشرف السحر او د اړیکو مسئول عبدالوارث القاسم ګډون کړی و.
د ناستې اصلي بحثونه د بېړنیو حالاتو پر مهال په ځواب وینه کې د رضاکارو ټیمونو مهم رول، د خلکو له وړتیاوو څخه اغېزناکه ګټه اخیستنه او د داخلي او نړیوالو ادارو تر منځ د همغږۍ اړتیا ته ځانګړي شوي وو.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې استازو د رضاکارو ټیمونو د جوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ او د دې پروګرام د پلي کولو لپاره یې د نړیوالو ادارو د تخنیکي او مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.
په مقابل کې، د کډوالۍ نړیوال سازمان مسئولانو هم د یادې طرحې ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه چې موضوع به له ډونرانو سره شریکه کړي او د مالي سرچینو د جلبولو لپاره به هڅې وکړي.
د غونډې په پای کې، دواړو خواوو د دوامداره ناستو، ګډو همکاریو، او د طبیعي پېښو پر وړاندې د اغېزناکې ځواب وینې لپاره د تفاهم او د دې پروګرام د مالي ملاتړ لپاره یې ژمنتیا وښوده.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۰۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۵:۲
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۳ سیلاب ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، په رودات او شینواري ولسوالیو کې ۳۶۳ کورنیو ته، چې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۵
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶ زده کوونکو ته د ژمني توکو کېټونه ووېشل  

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د WAR child CANDA موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۳۹
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۸ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د AWCPO موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په ډنډ پټان او څمکنۍ ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .