له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AWDREO مؤسسې ترمنځ ټولټال د دوه سوه او پنځه پنځوس زره او درې سوه او اووه (۲۵۵,۳۰۷) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۸
123

نن د سې‌شنبه سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د AWDREO مؤسسې له کفیل، ذاکر حسین احمدي سره وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
محترم ترابي صاحب په دې ناسته کې وویل، چې دې ادارې د مرکز په کچه د مؤسسو لپاره لازمې اسانتیاوې او د فعالیت زمینه برابره کړې ده او همدارنګه د خپلو ولایتي ریاستونو له لارې په ولایتونو کې هم له مؤسسو سره د هغوی د پروژو د پلي کېدو تر پړاو پورې همکاري کوي. نوموړي له مؤسسو وغوښتل، چې خپل کارونه په چټکۍ او شفافیت سره ترسره کړي، تر څو زیات خلک له مرستو برخه من شي.

په همدې حال کې، د یادې مؤسسې کفیل، ذاکر حسین احمدي، له محترم ترابي صاحب څخه مننه وکړه، چې د هغوی ستونزې حتی په نورو ادارو کې هم تعقیب او حل کوي، او د پروژو پر وخت او د شفاف پلي کېدو ژمنه یې وکړه.

په پای کې، د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د دوه سوه او پنځه پنځوس زره او درې سوه او اووه (۲۵۵,۳۰۷) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې یاده مؤسسه په جوزجان ولایت کې لاندې فعالیتونه ترسره کړي:
۱.  ۱۶,۵۷۴ مستحقو کورنیو ته، چې مخکې د SFL دفتر له لوري سروې شوې دي او د دوو میاشتو خوراکي او نغدې مرستې یې ترلاسه کړې دي، د پاتې یوې میاشتې (د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ میاشتې) خوراکي او نغدې مرستې به د AWDREO  مؤسسې له لوري د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په ملاتړ یادو کورنیو ووېشل شي.

۲. د شپږو میاشتو لپاره به د ۲۶,۸۴۷ مستحقو کورنیو سروې او هغوی ته به مرستې ووېشل شي، چې له مخې به یې هره میاشت د AWDREO مؤسسه یادو کورنیو ته د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په ملاتړ خوراکي توکي، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵ لیټره غوړي، ۶.۲۵ کیلولوبیا او نیم کیلو مالګه، او یا د بدیل په توګه هرې کورنۍ ته د ۲,۹۰۰ افغانۍ  نغدې مرستې ووېشي. 

نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۲
Background image

د پېښو چارو د انسجام معين په شتون کې د کابل ښار د دویمې ناحيې اړوند د بهارستان لوړ غره په سیمه کې د ښویېدو له خطر سره د مخ ډبرو سروې وشوه

نن ورځ د دو شنبې په سهار د ۲۹/۱۲/۱۴۴۷ هـ.ق نېټه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معين، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د خطر د مخنیوي او کمولو رئيس،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۴
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ مستحقو او اجباري راستنېدونکو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې امادګي ادارې او د رازي موسسې ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د مرکز په ۵ او ۶ ناحيه کې ۳۰۰ مستحقو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۵۰ مستحقو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې امادګي ادارې او د HOPA موسسې ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .