له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AWDREO مؤسسې ترمنځ ټولټال د دوه سوه او پنځه پنځوس زره او درې سوه او اووه (۲۵۵,۳۰۷) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
Tue, Jan 13 2026 2:48 PM
123

نن د سې‌شنبه سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د AWDREO مؤسسې له کفیل، ذاکر حسین احمدي سره وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
محترم ترابي صاحب په دې ناسته کې وویل، چې دې ادارې د مرکز په کچه د مؤسسو لپاره لازمې اسانتیاوې او د فعالیت زمینه برابره کړې ده او همدارنګه د خپلو ولایتي ریاستونو له لارې په ولایتونو کې هم له مؤسسو سره د هغوی د پروژو د پلي کېدو تر پړاو پورې همکاري کوي. نوموړي له مؤسسو وغوښتل، چې خپل کارونه په چټکۍ او شفافیت سره ترسره کړي، تر څو زیات خلک له مرستو برخه من شي.

په همدې حال کې، د یادې مؤسسې کفیل، ذاکر حسین احمدي، له محترم ترابي صاحب څخه مننه وکړه، چې د هغوی ستونزې حتی په نورو ادارو کې هم تعقیب او حل کوي، او د پروژو پر وخت او د شفاف پلي کېدو ژمنه یې وکړه.

په پای کې، د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د دوه سوه او پنځه پنځوس زره او درې سوه او اووه (۲۵۵,۳۰۷) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې یاده مؤسسه په جوزجان ولایت کې لاندې فعالیتونه ترسره کړي:
۱.  ۱۶,۵۷۴ مستحقو کورنیو ته، چې مخکې د SFL دفتر له لوري سروې شوې دي او د دوو میاشتو خوراکي او نغدې مرستې یې ترلاسه کړې دي، د پاتې یوې میاشتې (د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ میاشتې) خوراکي او نغدې مرستې به د AWDREO  مؤسسې له لوري د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په ملاتړ یادو کورنیو ووېشل شي.

۲. د شپږو میاشتو لپاره به د ۲۶,۸۴۷ مستحقو کورنیو سروې او هغوی ته به مرستې ووېشل شي، چې له مخې به یې هره میاشت د AWDREO مؤسسه یادو کورنیو ته د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په ملاتړ خوراکي توکي، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵ لیټره غوړي، ۶.۲۵ کیلولوبیا او نیم کیلو مالګه، او یا د بدیل په توګه هرې کورنۍ ته د ۲,۹۰۰ افغانۍ  نغدې مرستې ووېشي. 

نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .