له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د (AWSDC) مؤسسې تر منځ د (۷۵,۰۰۰) پنځه اویا زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۲:۵۱
تصویر خبر

نن ورځ چهار شنبه، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د AWSDC مؤسسې د مرستیال او کفیل محمد صادق عیار او د پرو ګرام د مسؤل فردوس ابراهیمي سره په خپل کاري دفتر کي وکتل او د (۷۵,۰۰۰) پنځه اویا زره ډالرو په ټولیز ارزښت یې د ګډو همکاریو تفاهم نامه ورسره لاسلیک کړه.
محترم ترابي صاحب له هرڅه مخکي د یادي مؤسسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چي اوس د ژمي موسم دی تر بل هر وخت خلګ مرستو ته زیاته اړتیا لري او مؤسیسات باید ژمنۍ مرستي پر خپل وخت وویشي.
همدازار ښاغلی ترابي صاحب د دیادي  مؤسیسې د فعالیت او مرستي څخه ځانګړي مننه وکړه چي د ژمي په موسم کي د زیانمنو کورنیو سره بیلابیلي مرسته کوي او د مرستو پر ژر رسیدنه یی یو ځل بیا ټینګار وکړ.
د یادي مؤسیسې مرستېال محمد صادق عیار وویل چي یاده مؤسیسه افغان اولسونو ته ته خدمتونه کوي او موږ  هڅه کوو چي مرستي ژر تر ژره زیانمنو کورنیو ته ورسوو.
دیادوني وړ ده یاده تفاهم نامه چي لاسلیک سوه له مخي به یې د فاریاب ولایت په پشتون کوټ ولسوالۍ کي لاندي خدمتونه ترسره کوي.

۱— د ټولنې پوهاوۍ لوړول:  د لومړني خبر ورکونې سیسټم (EWS) له لارې د ټولنې د مشرانو، په ځانګړي ډول د خطر او د پيښو د مدیریت کمیټو (CBDRRM) غړو ته به د لومړني خبر ورکونې سیسټم (EWS) په اړه اړین پوهاوی ورکول کیږي.
 
۲— دري ورځنۍ ترینینګ او د خطراتو د کموالي د کمیټو د غړو لپاره اړیني بستې آماده کول او د ترینینګونو ګډونوالو لپاره ریفرشمنت چې مجموعي بودجه یې ۲۸۵۰ ډالر کیږي،
 پنځه ورځنۍ د عامه پوهاوی برنامه د (EWS: Early Warning System) په اړه د ۴ کمیټو یا ۶۰ کسانو لپاره او ګډونوالو لپاره ریفرشمنت، بنر و نور اړین بروشرونو برابرول ۳۳۵۰ ډالرو یې بودجه ده.

۳— د وچکالۍ او سېلاب له امله زیانمن سویو خلکو لپاره د خوراکي موادو بسته ګانو وېش د غیرنغدي مرستو په شکل د خوراکي بسته ګانو، لاندې توکي ویشل :  ۳۷۰ کورنیو لپاره د یوې میاشتې خوراکي بسته ګانې چې په دې توکو مشتمل دي ۱۰۰ کیلوګرامه غنم اوړه ، ۵ لیتر نباتي غوړي ، ۹ کیلوګرامه دال ، ۲۴.۵ کیلوګرامه وریجې او ۱ کیلوګرام آیودین لرونکې مالګه د ۱۰۰ ډالر په ارزښت، د یوې کورنۍ لپاره چې د ۷ څخه تر ۸ کسانو څخه جوړه سوې وي او همدارنګه  ۲۲۰۰ ډالر د موادو ترانسپورت او بنر چاپ اټکل سوې ده.

۴— د ژمي لپاره د نغدي مرستو وېش: ۷۱ کورنیو ته د یو  ځل لپاره ۱۰۰ امریکایي ډالر نقدي مرسته د ژمي د بستي په توګه ورمول کیږي.

نیټه: ۱۴۴۷/۶/۵ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۵:۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کندهار د کډوالو مؤسسې ترمنځ د یو سل او نوي زره او یو سل او شپږ (۱۹۰,۱۰۶) ډالرو په ټولیز ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د کندهار د کډوالو مؤسسې د پروګرامونو له مدیر بشیر احمد خالد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۴۹
Background image

په غور ولایت کې د یو پُلچک د شاوخوا ډکولو کار روان دی 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز فیروز کوه ښار په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۴۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ورلډویژن نړیوالي مؤسیسې ترمنځ (۱,۲۷۱,۰۰۰) د یو میلیون او دوه سوه یو اویا زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه.

نن ورځ چهار شنبه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي  د ورلډ ویژن نړیوالي مؤسسې له رئیس عبدالوهاب ارش سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د (۱,۲۷۱,۰۰۰). . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .