له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د آقاخان بنسټ سره د لسو بنسټیزو پروژو د جوړولو په موخه د ګډو همکارویو تفاهم نامه لاسلیک کړه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۱۶:۴۲
news image

نن ورځ یک شنبه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په افغانستان کې د آقاخان د پرمختیایي شبکې همغږي کوونکي او د دې بنسټ له رئیس سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب وویل چي د افغانستان خلک هم بنسټیزو پروژو هم بشري او هم بیړنیو مرستو ته اړتیا لري او موږ ټولو مؤسیساتو ته د خلکو د خدمت لپاره زمینه برابروو او زموږ ولایتي ریاستونه په ټولو ولایتونو کې له مرستندویه ادارو سره همکاري کوي.
نوموړي زیاته کړه چې خلکو ته مرسته رسول او له مؤسیساتو سره همکاري  کول زموږ له اساسي دندو څخه ده  
دآقاخان بنسټ رئیس نجم الدین نجم د دې ادارې له مشرتابه او کارکوونکو څخه د مؤسيساتو د چارو د پر وخت ترسره کولو له امله مننه وکړه او ویې ویل چې موږ د ژمنه شویو پروژو د پلي کېدو په برخه کې پر خپل تعهد ولاړ یو او هڅه کوو چې د افغانستان خلکو لپاره نور هم زیات کارونه ترسره کړو.
د یادونې وړ ده چي د ۳۰۰۴۱۱ دري لکه څلور سوه یوولس ډالرو په ارزښت لس بنسټیزې پروژې د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ په بغلان مرکزي، برکه، او دهنه غوري ولسوالیو کې پلي کېږي، چې د هرې پروژې لپاره ۲۰ زره ډالر بودیجه ځانګړې شوې ده 
د یادونې ده چې دا پروژې به د خلکو د اړتیاوو له مخې د استنادي دیوالونو، اوبو رسولو کانالونو  او نورو عامه تاسیساتو جوړولو په برخه کي وي

نیټه: ۱۴۴۶/۵/۸ هــ ق 
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۶:۵۱
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۹ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د UNICEF دفتر په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په کامدېش او برګمتال ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله داخلي بېځایه شویو ۸۹ کورنیو غیرخوراکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۴ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د یاد ولایت اړوند ۱۱۴ کورنیو ته چې د وروستیو قدرتي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، د دوهم پړاو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شېګل ولسوالۍ کې د مانده او سېلابي لارې د پاکولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د شېګل ولسوالۍ د لچي په کلي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .