له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست په مشرۍ د مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارکوونکو سره آنلاین غونډه ترسره شوه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۷:۸
تصویر خبر

نن ورځ د یکشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ د دې ادارې د مرکزي او ولایتي رئیسانو، آمرینو، عمومي مدیرانو او کارکوونکو سره آنلاین غونډه ترسره شوه. دا غونډه د تقنیني سندونو، حکمونو، قوانینو او هدایاتو د تعقیب، د ولایتي ریاستونو د ستونزو، ننګونو او وړاندیزونو د څېړنې، د کاري بهیر د ښه‌والي او د هېواد په کچه د پېښو د مدیریت په چارو کې د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کولو په موخه جوړه شوه.
د غونډې په پیل کې، الحاج ملا نورالدین ترابي په هېواد کې د طبیعي پېښو د خطرونو زیاتوالي ته په اشارې سره د پېښو پر وړاندې په هر اړخیزه چمتووالي او چټکې او اغېزمنې ځواب وینې ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې د خلکو ستونزو ته رسیدنه باید د ادارې د کارونو په سر کې وي او ټول فعالیتونه باید په کلکه، بشپړ مسؤلیت‌ او چټک عمل سره تعقیب شي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست وویل چې د دې غونډې اصلي موخه د همغږۍ پیاوړتیا، د هدایاتو او مکتوبونو د پلي کېدو د بهیر څېړنه او د بېلا بېلو برخو لکه اداري، ګدام‌دارۍ او د نورو اړونده برخو د فعالیتونو په کره ډول تعقیبول دی. هغه زیاته کړه چې د دندو په ترسره کولو کې دقت او د چارو تنظیم په ځانګړې توګه په ولایتونو کې د چټکې او اغېزمنې ځواب وینې د وړتیا په پیاوړي کولو کې مهم رول لري.
ترابي صاحب، همداراز وویل چې ولایتي ریاستونه دې د جغرافیایي زونونو پر بنسټ ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه راټول کړي، او له رئیسانو یې وغوښتل چې د خپلو روانو فعالیتونو په اړه کره او مستند راپورونه د ادارې له مشرتابه سره شریک کړي تر څو په اړه یې اغېزمنې او موخه لرونکې پرېکړې ونیول شي.
د غونډې په دوام کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ولایتي رئیسانو هر یو په جلا جلا توګه د ادارې د مشرتابه له لوري د صادر شویو هدایاتو او مکتوبونو د پلي کېدو راپورونه وړاندې کړل، د خپلو لاسته راوړنو، ستونزو او موجودو ننګونو د بیانولو ترڅنګ مشخص وړاندیزونه یې د ادارې له سرپرست سره شریک کړل.
دا غونډه چې څو ساعته یې دوام وکړ، په پای کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي ولایتونو ته د مکتوبونو، هدایاتو او تقنيني اسنادو پر لېږد د ټینګار ترڅنګ ژمنه وکړه چې د ولایتي رئیسانو لخوا د شریک شویو وړاندیزونو به په دقت سره څېړنه وکړي او د ستونزو د حل لپاره به لازم اقدامات به تر سره شي.

نېټه: ۴/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۴:۱۰
Background image

د پېښو چارو د همغږۍ معین د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه او څارنه وکړه او د دې ولایت له والي سره یې وکتل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د یو تخنیکي، فني او مسلکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ولایتونو ته د رسمي سفر په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۴:۴
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۲۵ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د VDO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت په مرکز کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی کړل شول

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د هلوترسټ ماین پاکۍ نړیوالې مؤسسې د همغږۍ له مخې، د دې ولایت د مرکز پل علم په آبچګان دښته کې یو شمېر چاودېدونکي توکي کشف او په خوندي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .