له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو له امله زيانمنو خلکو ته پر وخت د رسېدنې په موخه ۲۶ عرادی موټرونه له متحده عربي اماراتو څخه وپېرل او ولايتونو ته یې انتقال کړل

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۴:۵۶
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام د وړاندیز او د عالیقدر امیرالمومنین حفظ الله د منظورۍ پر بنسټ، یادې ادارې ۲۶ عرادی موټرونه له متحده عربي اماراتو څخه وپېرل او د ګمرکي پړاوونو له بشپړېدو وروسته یې ولايتونو ته انتقال کړل.
په همدې تړاو، څه موده وړاندې د یادې ادارې د مالي او اداري عمومي رئيس  مولوی محمد علم عالميار په مشرۍ يو درې کسیز پلاوي متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ او هلته يې ۲۶ عراده موټرونه وپېرل، چې ۲۳ عراده يې هایلکس، يو عراده لنډکروزر، يو عراده اسکواټور او يو عراده یې هم ډمپر موټر دی.
د یادونې وړ ده، چې نن ورځ دا موټرونه د اسلام قلعه بندر له لارې، د ګمرکي معافيت اسنادو له بشپړېدو او د ادارې د لوګو سټيکرونو له نصبولو وروسته اړوندو ولايتونو ته انتقال شول.
د یادونې ده، چې د دغو وسایطو په پېرودلو او ولايتونو ته د هغوی په لېږد سره به د هېواد په کچه په ولایتونو کې د پېښو د سروې او زيانمنو خلکو ته پر وخت رسېدنې په برخه کې لويې ستونزې حل شي، او د ادارې کارکوونکي به وکولای شي ژر تر ژره د پېښې سيمې ته ځان ورسوي او د پېښو له امله رامنځته شوې ستونزې به په اغېزمنه توګه مديريت کړي.
په همدې حال کې، د اړونده ولایتونو ډریوران چې د دغو موټرونو د انتقال لپاره اسلام‌قلعه ته راغلي وو، د یادو وسایطو په ترلاسه کولو سره یې مننه او خوښي وښوده او ویې ویل چې له دې وروسته به د دوی ټرانسپورټي ستونزې حل شي.

نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۱۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۵۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او په آسیا کې د نړیوالو ټولنیزو خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د څلور لکه او شپاړس زره او درې سوه او دوه نوي (۴۱۶,۳۹۲) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن ورځ دوشنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې په آسیا کې د نړیوالو ټولنیزو خدمتونو مؤسسې (CWSA) له رئیس،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۶
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۳ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې 

د پکیتا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست دWFP  دفتر په ملاتړ او د AWCPO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د یاد ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې ۱۷۳ بېځایه شویو کورنیو ته له سروې وروسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۳۴
Background image

د  بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خنجان ولسوالۍ کې د ورستیو سېلابونو له امله د تړل شوي عمومي سړک د بیرته خلاصولو چارې بشپړې کړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د باجګاه. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .