له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست  د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ولایت له والي سره وکتل

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۴:۴۷
تصویر خبر

نن ورځ سې شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي،  دبامیان ولایت وروسته غور ولایت ته هم سفر وکړ او د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه یې لیدنه او له کارونو یې څارنه وکړه.
محترم ترابي صاحب د یاد ریاست له هر کارکوونکي سره په جلا جلا توګه وکتل او د هغوی څخه یې ستونزې او مشورې واورېدلې او بیا یې  ټول کارمندان پر وخت او اغېزمنو خدمتونو وړاندې کولو ته وهڅول.
همداراز، ترابي صاحب په غور ولایت کې د یادې ادارې له ګودام څخه هم لیدنه وکړه، او د خوراکي او غیرخوراکي توکو د ساتنې، د توکو د ترتیب برابرولو، نظم رامنځته کولو، او اړتیاوو ته په کتو اړمنو کسانو ته د اړینو توکو د وېش په اړه اړونده مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې. همداراز ېی د تقنینی سندونو او نورو مکتوبونو د ټولو دوسیو فایلینګ سستم یی تر نظر تیر کړ او د ټولو کارمندانو سره یی نغدۍ کومک وکړې.
د دې ترڅنګ، محترم ترابي صاحب د دې سفر په ترڅ کې د غور ولایت له والي، محترم مولوي حیات الله مبارک صاحب سره هم وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د پېښو د مدیریت څرنګوالي، زیانمنو ته پر وخت رسېدنې، او د پېښو د خطرونو د کمولو په موخه د وقایوي پروژو د پلي کولو په اړه خبرې وکړې.
له هغه وروسته، د ادارې سرپرست د غور ولایت له  مختلفو قومي مشرانو سره وکتل د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او په یاد ولایت کې د پېښو مدیریت په برخه کې د لا زیاتو کارونو ترسره کولو ژمنتیا وښوده. همدارنګه قومي مشرانو هم په دې برخه کې د خپلو همکاریو ژمنې شریکې کړې. 
په پای کې ترابي صاحب په یاد ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د یتیمانو مرکز څخه هم لیدنه وکړه او پر یتیمانو یې د شفقت ترڅنګ ووېل چې، د یتیم ماشوم لپاره د زده‌کړو او سالم چاپېریال برابرول یوازې یو مسؤلیت نه، بلکې یوه انساني او شرعي وجیبه ده او اسلامي امارت دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. او همداراز ترابی صاحب دیتیمانو سره نغدی کومک هم وکړی 

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۳۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شکر درې ولسوالۍ کې د اوبو د یو کانال د پاکولو چارې پیل کړې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي صاحب د لارښوونې له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د شکر درې ولسوالۍ په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۳
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د  (AWDERO)  مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۵۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .