له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د افغانستان لپاره د ناروې هېواد له شارژدافیر سره وکتل

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۲۱:۱۸
news image

 نن ورځ چهار شنبه له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د افغانستان لپاره د ناروې هېواد له شارژدافیر  پییر آلبرت الساس او لومړۍ سکرتر اولي کیرک واک سره وکتل.
ترابي صاحب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووېل او زیاته یې کړه چې د ناروې هیواد د افغانستان سره لازمې همکارۍکړې دي, او موږ یې منندوی یو او تل یې د افغانستان په شمول د بیلابیلو هیوادونو د پېښځپلو خلکو سره مرستي کړې دي او موږ غوښتنه کوو چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
 همداراز ترابي صاحب د افغانستان لپاره د ناروې هیواد له چارسمبالی څخه وغوښتل چې دطبیعي او غیر طبیعي پېښو، د بیړنیو حالاتو، د خطرونو د مدیریت، د اقلیمي بدلون او د وقایوې پروژو لپاره د یادي ادارې سره همکاري وکړي.
وروسته د افغانستان لپاره د ناروې هېواد شارژدافیر  پییر آلبرت الساس له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له سرپرست څخه مننه وکړه چې په تیرو څو میاشتو کي یې د بیلابیلو مؤسیسو سره زیاتی تفاهم نامې لاسلیک کړې دي او همداراز یې د خپل هېواد د همکاریو یادونه وکړه او وویل چې موږ د دولت د اصولو، وزارتونو او دولتي ادارو د غوښتنو پر اساس همکارۍ کړي دي او لا به هم خپلي همکارۍ ته دوام ورکړو. 
په پای کې دواړو خواوو په بېړنيو حالاتو او بيړنيو پروژو کې د بشري مرستو رسونې او د اړیکو پر ساتلو ټینګار وکړ.

۱۴۴۶/۸/۱۳ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵۱ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۵۱ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۵۵
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۲ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

 د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM په مالي ملاتړ، د دې  ولایت د ده سبز ولسوالۍ په شهرک محمدیه، خواجه چاشت او  ترکو کليو کې د وروستیو اورښتونو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۰
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۷ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د AWCPO موسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د دې ولایت په جاني خېل، ډنډ پټان او څمکنۍ ولسوالیو کې د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .