له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د داکار موسسې له مسؤلینو سره وکتل

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۲۱:۱۴
news image

نن ورځ یکشنبه وروسته له غرمې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي د داکار موسسې د همغږۍ او تخنیکي برخې له رئیس انجنیر عبدالولي مصلح، د پروپوزل له مسؤل، هارون بشیري، د اړیکو له مسؤل فریدالله او د دې موسسې د بیړنیو حالاتو له سلاکار امیر حسین سره وکتل.
په دې کتنه کې، ترابي صاحب د داکار موسسې پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او ويې ويل، چې افغانستان په مختلفو برخو او مختلفو ولايتونو کې مرستو ته اړتيا لري. دا چې نړۍ له موږ سره په مستقیم ډول مرسته نه کوي، نو موږ به د افغانستان له خلکو سره د مرستې په موخه موسسو ته پوره آسانتیاوې برابرې کړو.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست زياته کړه، چې دغه اداره په پنځو څانګو وېشل شوې ده، چې عبارت دي له: مخنيوى، چمتووالى، رسېدنه، د پېښو د خطرونو کمول او د بيارغونې چارې او تر ټولو مهم يې د پېښو مخنيوی دى، چې د ځاني او مالي خطرونو کچه تر ډېره کموي. هغه همداراز وویل، چې موږ په خپل ډیټابیس کې د خطر سره د مخ سیمو په اړه معلومات لرو او زموږ انجینران دا مهال په ولایتونو کې د زیان منونکو سیمو د معلومولو د سروې په موخه کلي په کلي مصروف دي او په هر ولایت کې چې تاسو کومه پروژه لرئ له تاسو او نورو بنسټونو سره پوره همکارۍ ته چمتو یو.
په همدې حال کې، انجینر عبدالولي مصلح او همکارانو یې د خبرو کولو په پار له وخت ورکولو مننه وکړه او د داکار موسسې په اړه یې معلومات وړاندې کړل، ویې ویل چې دا موسسه د کرنې، اوبو لګولو، روغتیاساتنې، د اوبو رسولو شبکې او د پېښو د مدیریت په برخو کې کار کوي. هغه زیاته کړه، موږ اوس پر یوې پروژې کار کوو چې تمویل کوونکي یې اروپايي ټولنه ( ایکو ) ده او موخه یې د طبیعي پېښو پر وړاندې د خلکو د چمتووالي کچه لوړول دي.
ښاغلي مصلح وویل، څرنګه چې د دې پروژې سکټور له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ده، نو موږ غواړو چې ستاسو د وړاندیزونو له مخې خپل پروپوزل ډیزاین او چمتو کړو، ترڅو په راتلونکي کې وکولای شم پروژه په ښه او مؤثره توګه تطبیق کړم.

نېټه: ١٤٤٦/١٠/٢٩ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .