له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د فراه ولایت په ښار کې د اوبو د دوو کانالونو څخه لیدنه وکړه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۲۲:۳۶
تصویر خبر

نن ورځ یکشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست, محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، فراه ولایت ته د خپل سفر په دوام کې، د فراه ښار د اوبو د دوو کانالونو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې، ترابي صاحب د کانالونو وضعیت د نږدې څخه ولیدې او شته ستونزې یې د فراه ولایت د مرستیال والي سره شریکې کړې. هغه د مرستیال والي سره ژمنه وکړه چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره به د فراه په ښار کی تیر سوی دواړو کانالونو د سیلرو په پاکونه کې لازمه همکاري وکړي، تر څو د فراه ښاریان د بارانونو او سیلابونو له احتمالي خطرونو څخه خوندی پاته سی.
هغه زیاته کړه چې دا زموږ مسؤولیت دی چې د خلکو د خطرونو څخه وقایه وکړو او د اوبو د خطرونو څخه عام اولس وژغورو، په پاي کی ترابی صاحب د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ محترم رئیس الحاج مولوی محمد اسرائیل سیار ته دنده وسپارل چی د مسلکی انجنرانو په توسط ژر تر ژره د دواړو کانالونو د پاکولو بر آورد وکړئ ترڅو تر بر آورد ورسته یې په منظم ډول د پاکالو کار پیل کړو.
 
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۳۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان له رئیسې سره وکتل

نن د سه‌ شنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱۰
Background image

د نیمروز ولایت د زرنج – چخانسور په عمومي سړک باندې د یو پلچک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت اړوند د زرنج – چخانسور پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۴۶
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۱۷ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې وېشلې 

د سمنکان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د بیړنیو حالاتو کمیسیون له بودجې څخه د یاد ولایت په مرکز کې، د وروستۍ زلزلې له امله ۹۱۷ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .