له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د یو پلچک جوړېدو د بهیر څخه څارنه وکړه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۶:۱۳
تصویر خبر

نن ورځ یکشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، نیمروز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت خاشرود ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې د یو پلچک د جوړېدو له روان بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.
یاده پروژه چې د سیمه‌ییزو بنسټونو د پیاوړتیا، د تګ‌راتګ د آسانتیا او د سېلابونو له امله د خطرونو د کمولو په موخه   پلي کېږي، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مقاومت د لوړولو په موخه  دیو میلیون افغانیو دپروژی یو برخه ده  
محترم ترابي صاحب د دې لیدنې پر مهال د تخنیکي معیارونو د مراعتولو، د کار د چټکتیا، د شفافیت او د پروژو د پلي کېدو پر اړتیاوو د ټینګار تر څنګ وویل، چې د پروژې د پلي کولو ټیم باید له سیمه‌ییزې ادارې سره نږدې همکارۍ ولري.
نوموړي همداراز زیاته کړه، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره، د خلکو د اړتیاوو له مخې، د پروژو پلي کولو له لارې، د هېواد په کچه د ښه خدمت‌رسونې زمینې برابرولو او د طبیعي پېښو له امله د پېښو د خطرونو کمولو ته ژمنتیا لري.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .