له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د کابل ولایت د ټولو ولسوالیو او کلیو د استازو، علمای کرامو، متنفذینو او قومي مشرانو ستونزې او وړاندیزونه یې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې واورېدل

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۷:۴۶
news image

 یاده غونډه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د هغه حکم په اساس جوړه شوې وه چي وزیرانو ته یې حکم کړې وو چي تاسو د خلګو ستونزي د نیږدې څخه واورۍ او ستونزو ته  یې رسیدنه وکړي، چي نن ورځ چهارشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د غونډو په تالار کي د یادي ادارې د سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ یوه غونډه جوړه سوه چي د مرکزي رئیسانو په ګډون د کابل ولایت والي الحاج ملا امین الله عبید، علماء کرامو، د ۱۴ولسوالیو استازو، قومي مشرانو او ګڼ شمیر عامو خلګو ګډون درلود.
یاده غونډه قاري محمد خوشحال زماني د قران کریم د تلاوت په څو مبارکو آیاتونو پیل کړه.
د غونډي په لومړیو کي د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس مولوي نجیب الله انوري ټولو ګډنوالو ته ښه راغلاست وویل او د ټولو ګډنوالو څخه یی مننه وکړه چي په دې پراخه غونډه کي یې ګډون وکړ.
همدا راز مولوي انوري صاحب وویل چي طبیعي او غیرطبیعي پېښو زیات ځپلۍ دي او نني غونډه مو په دې موخه جوړه کړي ده چي د خلګو ستونزي او وړاندیزونه واورو او مشکلاتو ته رسیدنه وکړو.
د کابل ولایت اړوند د استالف ولسوالۍ استازي قاري باچاجان وویل چي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې څخه مننه کوم چي داسي یوه غونډه یې ترتیب کړي ده چي په هغه کي ولسونه خپل غوښتنې، مشکلات او نظرونه د حکومت سره شریک کوې او زیاته یې کړل: په هیواد کي چي هرڅوک زیانمن کیږي د زړه د تله په خوا بدې کیږو او باید حکومت او ولسونه په ګډ کار وکړي ترڅو د پېښو پر وړاندي وقایه ولرو.
او ښاغلي قاري باچاجان د خپلي ولسوالۍ ټول مشکلات د مسؤلینو سره شریک کړه او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه. 
د بګرامۍ ولسوالۍ استازي حاجي ګل محمد د یادي ادارې د مسؤلینو څخه مننه وکړه چي داسي مهمه غونډه یې جوړ کړي ده او د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره مونږ خوښ یو او تل به د مسؤلینو سره پوره همکاره یو او مونږ غواړو چي یاده اداره مونږ ته اساسي کار وکړي.
ښاغلي حاجي ګل محمد خپل ټول مشکلات مسؤلینو ته وړاندي کړه او وویل چي تر بل هر وخت په ژمي کي مونږ په ستونزو کي ګیر یو او باید زمونږ ولسوالۍ ته اساسي کار وسي.
وروسته د ټولو ولسوالیو استازو په خپل نوبت سره  هر یوه د خپلي ولسوالۍ او کلي مشکلات د مسؤلینو سره شریک کړه او دهمکارۍ غوښتنه یی وکړل.
 
د کابل ولایت والي، الحاج ملا امین الله عبید صاحب د کابل ولایت د ټولو ولسوالیو استازو علماء کرامو او قومي مشرانو ته ښه راغلاست ووایه او له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې د سرپرست څخه یې مننه وکړه چي یو داسي لویه او مهمه غونډه جوړه کړي ده.
د غونډي په ورسیتو کي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د کابل ولایت والي، مسؤلینو، د ولسوالیو ټولو استازو، علماء کرامو او قومي مشرانو  ته یې ښه راغلاست وویل.
همدا راز ترابي صاحب وویل چې مونږ د خلکو پر سر حاکمان نه یو، بلکې د هغوی خدمتګاران یو او خلکو له مونږ سره ډېري همکارۍ کړې دي او تل به مونږ ته ښې مشورې راکوي.
غونډه په اختتامیه دوعا سره پای ته ورسیدل.

نیټه:۱۴۴۶/۷/۲۸ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .