له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ له ریاست څخه لیدنه وکړه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۲۱:۴۶
news image

نن ماسپښین، د چهارشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، کاپیسا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له کارکوونکو سره د هغوی د ستونزو, نظرونو او وړاندیزونو د اورېدو په موخه وکتل. 
په دې کتنه کې، د ادارې سرپرست  د یاد ریاست له هر کارکوونکي سره په جلا جلا توګه وکتل او د هغوی وړاندیزونه او ستونزې یې واورېدې او د حل لپاره یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ترابي صاحب د کاپیسا ولایت له  پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کارکوونکو ته ووېل چې د مراجعینو سره نیک چلند، د کارونو پر وخت او بې له ځنډه ترسره کول، د بیت المال په سمه توګه کارول او اداري اصول مراعاتول باید په جدي توګه پام کې ونیسي. همداراز، نوموړي له هغوی وغوښتل چې د ولس ریښتیني خدمت کوونکي واوسي او د هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ لپاره خپله ټوله انرژي او مسلکي پوهه په سمه توګه وکاروي.
په پای کې، د کاپیسا ولایت له  پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کارکوونکو د ادارې له سرپرست څخه د دوی د حال احوال اخیستلو او د ستونزو د اورېدو له امله مننه وکړه. همداراز، هغوی ډاډ ورکړ چې د ادارې د مشرتابه د لارښوونو او پریکړو سره سم به خپل کاري پلانونه   لا په ښه توګه عملي کړي.

نیټه: ۱۴۴۶/۸/۲۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۷
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو کې د سېلابونو او اورلګېدنې له امله ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۳۲
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په څلورو ولسوالیو کې د سیلابونو ځپلو کورنیو د سروې بهیر پیل کړ

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د بشري مرستو د ترلاسه کولو مستحقو او زیان‌منو کورنیو د پېژندنې په موخه، د دغه ولایت په څوکۍ، منوره، سرکاڼو، او چپه دره ولسوالیو کې د سروې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۷
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٧٧ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په حصه اول، عنابه او پریان ولسوالیو کې ٧٧ کورنیو ته، چې کورونه یې د وروستیو قدرتي پېښو له امله په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .