له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د OMAR موسسې د ماین‌پاکۍ پروګرام له مسئول سره د ۴۰۰ زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک کړه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۶:۵
news image

نن ورځ یکشنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د OMAR  موسسې د ماین‌پاکۍ پروګرام له مسئول محترم فضل الرحیم رحیمي او د دې موسسې حقوقي سلاکار انجینر عبدالرحمن احمدزي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې، ترابي صاحب ټینګار وکړ چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې لا هم ګڼ شمېر ماینونه او د جګړې پاتې چاودېدونکي توکي شتون لري. هغه زیاته کړه چې اوس له هر وخت څخه زیات، د موسسو لپاره ښه فرصت برابر شوی، ترڅو خپل فعالیتونه چټک کړي او ککړې سیمې ژر تر ژره پاکې کړي ترڅو خلک د ماینونو له خطرونو څخه وژغورل شي.
ورپسې، د OMAR موسسې د ماین‌پاکۍ پروګرام مسئول فضل الرحیم رحیمي، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست له لوري له موسسو سره د همکاریو له امله مننه وکړه او ویې ویل چې OMAR موسسه له ۱۹۹۲ کال راهیسې د هېواد په کچه د ماین‌پاکۍ په برخه کې فعالیت لري او خلکو ته یې ارزښتناک خدمات وړاندې کړي دي
ښاغلي رحیمي د تفاهم‌نامې جزئیات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې دا پروژه د UN-OCHA دفتر په مالي ملاتړ، د هېواد د شمال او شمال ختیځ په ۹ ولایتونو کې د ۶۵ ولسوالیو په کچه د ماین‌پاکۍ په برخه کې پلي کېږي، چې په دې پروژه کې د عامه پوهاوي او په ماینونو او ناچاودو توکو د ککړو سیمو پاکولو او د سروې پروګرامونه شامل دي. 
د یادونې وړ ده چې دا موسسه به د ۴۰۰,۰۰۰ ډالرو په ارزښت د بدخشان ولایت په ۸ ولسوالیو، د تخار ولایت په ۱۶ ولسوالیو، د کندز ولایت په ۲ ولسوالیو، د بغلان ولایت په ۹ ولسوالیو، د سمنګان ولایت په ۳ ولسوالیو، د بلخ ولایت په ۱۰ ولسوالیو، د جوزجان ولایت په ۶ ولسوالیو، د فاریاب ولایت په ۷ ولسوالیو، او د سرپل ولایت په ۴ ولسوالیو کې  ۱۹۱,۷۶۴ متر مربع سیمې له ماینونه او ناچاودو توکو څخه پاکې کړي. همداراز، د ۸۰۰۰ کسانو لپاره یی د عامه پوهاوي برنامی ترسره کړي او ۱۸,۶۷۴,۷۴۲ متر مربع په ماینونو او ناچاودو توکو ککړې سیمې به سروې کړي.

نېټه: ۱۴۴۶/۸/۱۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۳:۱۷
Background image

په فراه ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ پر بنسټ د DRC مؤسسې د ماین‌پاکۍ تخنیکي ټیم، یو شمېر هغه چاودېدونکي توکي چې له تېرو جګړو څخه پاتې شوي وو، په دې ولایت کې کشف او په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۴
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۶۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۳۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شکر درې ولسوالۍ کې د اوبو د یو کانال د پاکولو چارې پیل کړې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي صاحب د لارښوونې له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د شکر درې ولسوالۍ په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .