له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له عمومي رییس سره وکتل

tamim_azimi
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۵:۱۱
news image

نن د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست؛ محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له عمومي رییس محترم جان ایلیف، د اړیکو برخې له مسؤل؛ اشرف بلوچ او د دې برخې له مرستیال؛ حمیدالله افغان سره وکتل او خبرې يې وکړې. 
د غونډې په پیل کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د خوړو نړیوال پروګرام لوړ پوړي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د افغانستان اړمنو خلکو، په ځانګړې توګه د طبیعي پیښو له امله زیانمنو شویو ته د رسېدنې، همکارۍ او د بشري مرستو ترسره کولو په پار له یاد سازمان څخه قدرداني وکړه.
محترم ترابي صاحب، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام ترمنځ د کړنو ګډو ټکو ته په اشارې ټینګار وکړ چې د همغږۍ د پیاوړتیا او د دوه اړخیزو همکاریو پراخول، د بشري او وقایوي پروګرامونو په اغېزمنه توګه پلې کولو لپاره ځانګړی اهمیت لري. هغه زیاته کړه چې په نړیواله کچه اقلیمي بدلون پر افغانستان هم منفي اغېزې کړې، چې وچکالۍ، سېلابونه او نورې طبیعي پېښې یې رامنځته کړې دي چې د افغانستان د خلکو د ژوند او مالي زیانونو لامل شوې دي. 
د ادارې سرپرست په ټول هېواد کې له خطر سره د مخ سیمو د ډیټابیس چمتو کولو یادونه هم وکړه او د وقایوي پروژو په پلي کولو کې یې د خوړو نړیوال پروګرام څخه د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه. هغه د استنادي دیوالونو، د اوبو ګرځولو کوچنیو بندونو او نورو محافظتي پروژو جوړولو په اړه وړاندیزونه وکړل ترڅو د احتمالي راتلونکو ګواښونو سره په اغېزناکه توګه مقابله وکړي.
همدارنګه، محترم ترابي صاحب د هغو افغان کډوالو وضعیت ته هم اشاره وکړه چې له ګاونډیو هېوادونو څخه را ایستل شوي دي او د تورخم، اسلام قلعه او د نیمروز ولایت د میلک په پولو کې دغو کډوالو ته د رسېدنې لپاره د جوړ شويو پروګرامونو او پنډغالو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د WFP د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
هغه وویل چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د نړیوالو سازمانونو د فعالیتونو لپاره ټولې اړینې آسانتیاوې چمتو کړې دي او هڅه کوي چې په لنډ ممکن وخت کې همغږي او اړین اقدامات وکړي. هغه له همکارو سازمانونو څخه وغوښتل چې د خپلو پروګرامونو په پلي کولو کې چټکتیا او شفافیت ته لومړیتوب ورکړي.
ورپسې، په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام عمومي رییس، محترم جان ایلیف، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د همکارۍ او ملاتړ څخه د مننې په څرګندولو سره، د خوړو نړیوال پروګرام بشپړه ژمنتیا وښودله چې له دې ادارې سره به مرستې او همغږۍ ته دوام ورکوي. هغه زیاته کړه چې موجوده امنیتي چاپیریال د پروګرامونو په ښه توګه پلې کولو ته اجازه ورکړې او د خوړو نړیوال پروګرام ژمن دی چې خپل فعالیتونه د داخلي بنسټونو سره په بشپړې همغږۍ ترسره کړي. 
ښاغلي ایلیف یادونه وکړه، چې د خوړو نړیوال پروګرام په دوو اصلي محورونو لکه بیړنۍ او پراختیایي مرستو کې فعالیتونه لري او هڅه به وکړي چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا مطرح شوې اړتیاوې او لومړیتوبونه د نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره شریک کړي تر څو د پراختیایي او وقایوي پروژو د پلي کولو لپاره اړین ملاتړ راجلب کړي. 
د دې کتنې په پای کې، دواړو خواوو د همغږۍ د لا پیاوړتیا، تخنیکي او بشري همکارۍ د پراخولو، او د وقایوي پروګرامونو د پلې کولو او د کډوالو وضعیت ته د رسېدو لپاره د مالي سرچینو په راجلبولو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې خپلې ژمنې وکړې.

نېټه: ۱۴۴۷/١/٢٥ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د فراه رود ولسوالۍ په جنګل یونس، زرمردان، علي آباد او کوتل ګزک کلیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۱ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په ناری ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۲۰۱ بېځایه شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

د سېلابونو له امله د پروان–بامیان تړل شوې لویه لاره بېرته پرانیستل شوه

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست اعلان وکړ، چې د شینواري ولسوالۍ په برج ګلجان سیمه کې، د پروان–بامیان لویه لاره، چې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .