له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د سفارت د جنرال قونسل سره وکتل

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۲:۳۸
تصویر خبر

 نن ورځ پنج شنبه, له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست, الحاج ملا نورالدین ترابي, په افغانستان کې د روسیې هیواد د سفارت له جنرال قونسل روسلان عثمانوف او د قونسلي چارو همکار الکسانډر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
 ترابي صاحب, لومړی راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د یاد پلاوي سره یې د ګڼ شمیر موضوعاتو لکه, د طبیعي او طبیعي پیښو، بشري مرستو او نورو اړوند یې مسایلو په اړه خبرې وکړې.
همداراز ترابي صاحب وویل, چي دا هم یو ستر پرمختګ دی چې موږ د بېلابېلو هیوادو سره سیاسي، اقتصادي، او مذهبي اړیکې لرو او باید دواړه هیوادونه هڅې وکړي چې خپلې اړیکې پیاوړي او دوامداره وساتي، ترابي صاحب د بېړنیو حالاتو پر مهال، د خطرونو د مدیریت، د اقلیمي بدلون، د وقایوي پروژو، د ظرفیت لوړونې، خوراکي او غیر خوراکي مرستو په برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.
ترابي صاحب راغلو استازو ته ډاډ ورکړ چې موږ  به ستاسو هر ډول ستونزې داصولو له مخې حل کړو.
 وروسته د افغانستان لپاره د روسیې سفارت جنرال قونسل, ښاغلي روسلان عثمانوف, له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له سرپرست څخه د کتنې لپاره د زمینې برابرولو په پار ځانګړې مننه وکړه او د افغانستان سره یې د خپل هېواد د همکاریو یادونه وکړه او ویې ویل چې موږ د افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او مذهبي اړیکې لرو او زموږ اړیکې تر بل هر وخت د پیاوړي کېدو په حال کې دي.
ښاغلي عثمانوف زیاته کړه چې په روسیې هېواد کې د بېړنیو حالاتو اداره شتون لري او موږ هڅه کوو چې ستاسو او د هغې ادارې ترمنځ اړیکې پیاوړې کړو.
په پای کې دواړو خواوو په بېړنيو حالاتو، د بشري مرستو پر رسونې, د اړیکو پر پراختیا او د پېښو مدیریت په برخه کې د همکاریو او همغږۍ پر زیاتولو ټینګار وکړ.

۱۴۴۶/۱۲/۲۹  هــ ق 
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۹
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یو کانال د جوړولو پروژه پرانیسته

له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د (AYSO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د مرکز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۲۳
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۳ بېځایه شویو او مستحقو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د WAR child CANDA او د PU-AMI مؤسسو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو مؤسسو په ملاتړ، د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۵
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸۵۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د SFL-WFP مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په دولت آباد. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .