له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا د ماین د خطرونو په اړه د پوهاوي او د ماین پاکۍ په چارو کې د همکارۍ نړیواله ورځ ونمانځله شوه

نن ورځ سې شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د ماین پاکۍ د نړیوالې ورځې د نمانځغونډې په مناسبت په جوړې شوې غونډې کې وویل: چې د جګړو له امله د هېواد یوه لویه برخه ځمکه په ماینونو او ناچاودو توکو ککړه شوې ده، چې دا مسئله د خلکو، په ځانګړې توګه کوچیانو او مالدارانو لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې له بده مرغه هره ورځ د ماینونو او ناچاودو توکو له امله زموږ هېوادوال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ترابي صاحب په هېواد کې د ماین پاکۍ د موسسو له هڅو څخه د قدرداني ترڅنګ وویل: موږ له دغو موسسو سره د هر ډول همکارۍ لپاره چمتووالی لرو او ټولې لازمې آسانتیاوې به ورته برابرې کړو. همداراز، له دوی څخه هم غواړو چې خپل فعالیتونه ګړندي کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې ماینونه باید له سره ونه کارول شي، خو له بده مرغه د جګړو له امله دا ستونزه رامنځته شوې. نو ځکه باید ماینونه بیا وموندل شي او شنډ شي، او له ټولو اړوندو ادارو څخه غواړو چې د ماین پاکۍ له پروګرامونو څخه کلک ملاتړ وکړي.
په دوام کې د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام رئیس قاري نورالدین رستم خېل وویل، چې د افغانستان د ماین پاکۍ له پروګرام څخه باید له سیاسي مسایلو پرته ملاتړ وشي، هغه زیاته کړه چې، د ټولو ۵۱۴۳ ثبت شوو ککړو سیمو څخه تر اوسه ۳۹۹۳ سیمي د ماینونو او ناچاودو توکو څخه پاکې شوې دي، خو لا هم ۱۱۵۰ سیمې له ماینونو او ناچاودو توکو څخه پاکولو ته اړتیا لري.
ورپسې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماینپاکۍ د برخې مسؤول، نیکولاس ستیفن پانډ، د ماینپاکۍ د پروګرامونو د پلي کېدو لپاره د رامنځته شوي امنیت ته په اشارې سره، د عامه پوهاوي د زیاتېدو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ماشومان د ماینونو تر ټولو ډېر قربانیان دي. نوموړي همداراز له هغو هېوادونو مننه وکړه چې له دې پروګرام څخه یې ملاتړ کړی او د قربانیانو کورنیو ته یې خپل تسلیت وړاندې کړ.
په همدې وخت کې د اقتصاد وزارت مرستیال، عبداللطیف نظري، څرګنده کړه چې ماینونه او ناچاوده توکي د هېواد د اقتصادي او کرنیزې ودې پر وړاندې یو جدي خنډ دی، او د دغو سیمو د پاکولو سره به د کارموندنې او د هېواد د ځمکو ګټې اخېستنې لپاره زیات فرصتونه برابر شي. نوموړي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې رول د بهرنيو مرستو په جذب کې مهم وباله او د دغې ادارې د ملاتړ غوښتنه یې وکړه.
ورپسې د چاپېریال د ساتنې ملي ادارې سرپرست مولوي مطیعالحق خالص، وویل چې ماینونه د هېواد لپاره یوه جدي ستونزه ده او د ماینپاکۍ لپاره یې د ټولو اړخونو څخه د پراخې همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه زیاته کړه چې افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ دی او باید په دا ډول شرایطو کې یوازې پرېنښودل شي.
په ورته وخت کې د ماینپاکۍ د مؤسسو استازي نثار احمد عمرزی وویل، چې سره له دې چې په وروستیو کلونو کې نړیوال ملاتړ کم شوی، خو د ماینپاکۍ د عملیاتو لپاره غوره شرایط برابر شوي دي. هغه له ټولو هېوادونو څخه وغوښتل چې دا بشردوستانه پروګرام دې د سیاسي مسایلو قرباني نه کړي.
همداراز، د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ معین ډاکټر محمد حسن غیاثي، د ماین قربانیانو لپاره د رواندرملنې د پروګرامونو د پیل خبر ورکړ. هغه وویل چې دغه وزارت د نړیوالو بنسټونو په مالي ملاتړ، د زیانمنو د رواني ستونزو د حل لپاره اغېزمن اقدامات پیل کړي دي.
په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال غلامرضا نجار، په ایران او افغانستان کې د ماینونو له خطرونو څخه یادونه وکړه او د ککړو سیمو د پاکولو لپاره یې پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ. هغه همداراز د ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې خپله همکاري نوره هم زیاته کړي.
په دوام کې، د ماینپاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست ستر تخنیکي سلاکار ډاکټر ایمل صافي، وویل چې د ماینونو له پاکولو سره به د اقتصادي ودې، کرنیزې پراختیا او د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره ښه زمینه برابره شي. هغه زیاته کړه چې د ماینپاکۍ پروګرام تر دې دمه له ۴۳۸ زرو زیاتو قربانیانو سره مرسته کړې او له ۱۱ میلیونو څخه یی ډېر وګړي د ماینونو د خطرونو په اړه پوهاوی ورکړی دی.
د پروګرام په پای کې، الحاج ملا نورالدین ترابي د ماینپاکۍ له نندارتون څخه لیدنه وکړه او د ماینپاکۍ په برخه کې یې د مسؤلو ادارو د فعالیتونو او لاستهراوړنو څخه یی قدرداني وکړه، او د خلکو د امنیت او د ژوند د خوندیتوب پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۱۷
