له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د ادارې د لا ښه والي لپاره د ټولو کارکوونکو وړاندیزونه واورېدل

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۳:۵۶
تصویر خبر

په تېرو څو ورځو کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د دې ادارې د ټولو کارکوونکو طرحې، وړاندیزونه، ستونزې او نظرونه د رئیسانو له کچې څخه تر خدماتي کارکوونکو پورې په خپل دفتر کې  په جلا جلا توګه واورېدل.
په دې لړۍ کې، د ادارې لوی رئیس له هر کارکوونکي سره په جلا جلا ډول وکتل او په دقت سره د هغوی د نظرونو او ستونزو اورېدو ترڅنګ یې ټینګار وکړ چې په اداره کې باید لا اغېزمن، شفاف او مسؤل کاري چاپېریال رامنځته شي. د دې اقدام موخه د خدماتو د وړاندې کولو د بهیر ښه کول، د اداري او تخنیکي ظرفیتونو پیاوړتیا او په ټولو برخو کې د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کول دي.
محترم ترابي صاحب څرګنده کړه، چې د کارکوونکو نظرونه او ګډون د چارو د اصلاحاتو او نوښتونو لپاره ځانګړې ارزښت لري او د ادارې مشرتابه هڅه کوي چې ټولې برخې د اړتیاوو او کاري شرایطو پر بنسټ پیاوړې کړي. نوموړي زیاته کړه چې د کارکوونکو عملي او اغېزمن وړاندیزونه به د ادارې په تګلارو، تطبیقي پلانونو او کاري نظام کې ځای ومومي.
د ادارې کارکوونکو هم له دې بهیر څخه د خوښي څرګندولو ترڅنګ، په تخنیکي، اداري، د خدماتو وړاندې کولو، د تجهیزاتو برابرولو او د همغږۍ د ښه والي په برخه کې خپلې ځانګړې ستونزې او نظرونه شریک کړل او د ادارې د مشرتابه له پاملرنې یې مننه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د ادارې لوی رئیس، څه موده وړاندې هم ولایتونو ته د سفر پر مهال د دې ادارې په ولایتي ریاستونو کې ورته پروګرام پلي کړی و او د ولایتي کارکوونکو وړاندیزونه یې هم اورېدلي وو.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۱۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۹
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یو کانال د جوړولو پروژه پرانیسته

له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د (AYSO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د مرکز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۲۳
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۳ بېځایه شویو او مستحقو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د WAR child CANDA او د PU-AMI مؤسسو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو مؤسسو په ملاتړ، د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۵
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸۵۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د SFL-WFP مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په دولت آباد. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .