له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له رئیس سره وکتل
نن ورځ د سهشنبه سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له رئیس، سټیفن روډریګز، د اقلیم بدلون د برخې له مرستیال، نجیبالله یوسفي او د دې پروګرام له ستر تخنیکي متخصص، سید آصف محمدي سره وکتل او د پروژو د پلي کېدو پر څرنګوالي یې خبرې او د نظر تبادله وکړه.
په دې لیدنه کې محترم ترابي صاحب وویل، د اقلیم بدلون اغېزو او ناڅاپي ورښتونو ته په کتو، هېواد د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوی او د بېلابېلو پروژو پلي کېدو ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه چې د سیلابيلارو د پاکولو او په ټولو ولایتونو کې د استنادي او ګبیوني دېوالونو د جوړولو چارې پیل شوې دي، تر څو د سیلابونو له ګواښونو څخه مخنیوی وشي. هغه ټینګار وکړ چې هغه بودجه چې د تمویل کوونکو له لوري افغانستان ته ځانګړې کېږي، باید په اغېزمن ډول ولګول شي؛ له همدې امله د لومړیتوبونو لړلیک ترتیب او مرستندویه بنسټونو ته سپارل شوی دی، تر څو خپل پروګرامونه د لړلیک له مخې تنظیم کړي.
د ادارې لوی رئیس همداراز وویل چې د دې ادارې اصلي تمرکز پر بنسټیزو او وقایوي پروژو دی، ځکه په کمه بودجه د لویو زیانونو مخه نیول کېدای شي، او د ملګرو ملتونو له پراختیایي پروګرام څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري او کار وکړي.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام رئیس، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې عملي اقدامات وستایل او څرګنده یې کړه چې یاد بنسټ غواړي د پېښو د مدیریت په برخه کې همکارۍ پراخې کړي. هغه وویل چې تل یې ټینګار کړی چې د پېښو سکتور ته، چې د خلکو له ژوند سره مستقیم تړاو لري، باید ځانګړې بودجه پرته له کومې سیاسې ملاحظې په پام کې ونیول شي. نوموړي زیاته کړه چې د دوی په ټولو پروژو کې به د عامه پوهاوي د لوړولو برخه هم شامله وي.
همداراز نوموړي وویل چې د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د پروژو د ښه پلي کېدو لپاره به یو همغږی کوونکی د پیښو په اداره کی وګمارل شي ، او اړتیا ده چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام تخنیکي ټیمونه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماینپاکۍ چارو له مسؤلینو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره کړي.
په پای کې، دواړو لوریو پر بنسټیزو پروژو د لا زیات تمرکز او د پېښو د خطرونو پر کمولو ټینګار وکړ، او د ترابي صاحب له لوري مخکې له مخکې چمتو شوې ډالۍ ښاغلي سټیفن رودریګز ته وسپارل شوه.
نېټه:۱۴۴۷/۹/۰۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
