له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د هیلو ټرسټ موسسې له رئیس او د ری‌اکټ موسسې د نړیوالو عملیاتو له مسؤل سره وکتل

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۴:۸
news image

نن سهار د دوشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د هیلو ټرسټ نړیوالې موسسې له رئیس محترم ډاکتر فرید همایون او د ری‌اکټ موسسې د نړیوالو عملیاتو له مسؤل پال تاولر سره چې د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ غازي آباد پنډغالي پر لور تلونکي وو، وکتل.
محترم ترابي صاحب مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ری‌اکټ موسسې مرستې په ځانګړي ډول د لټون او ژغورنې په وسایلو او تجهیزاتو کې مهمې وبللې. نوموړي ټینګار وکړ چې د بېړنیو حالاتو لپاره د اغېزناکې ځواب وینې په موخه د ادارې د داخلي وړتیاوو پیاوړي کول یوه جدي اړتیا ده. هغه زیاته کړه چې د بیړنیو حالاتو پر مهال د بهرنیو ټیمونو راتګ ستونزمن او لږ اغېزناک وي، نو غوره لاره داده چې د ادارې داخلي امکانات پیاوړي شي، او له موسسې یې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
ورته مهال، د ری‌اکټ موسسې د نړیوالو عملیاتو مسؤل، پال تاولر، له محترم ترابي صاحب څخه د لیدنې د فرصت برابرولو په پار مننه وکړه او ویې ویل چې زموږ موخه د دې ادارې سره د همکاریو د څرنګوالي ارزونه ده. هغه زیاته کړه چې د پېښو پر مهال همغږي او چمتووالی ځانګړی اهمیت لري او موږ لېوالتیا لرو چې د یو ګډ هوکړه لیک له لارې د دې ادارې سره همکاري ولرو، څو افغانان په بیړنیو حالاتو کې په خپله په لومړي سر کې اقدام وکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې زموږ هڅه دا ده چې د موجوده امکاناتو او یا هم د نورو سرچینو له لارې د بېړنیو پېښو د ځواب وینې لپاره اړین تجهیزات برابر کړو.
همدارنګه، محترم ترابي صاحب د یادو موسسو مسؤلینو ته وویل چې کله تاسې پنډغالي ته ورسېږئ، نو په دوه ساعتونو کې به پخپله ووینئ چې د زلزله ځپلو لپاره د بېړنیو مرستو څومره اړتیا ده. 

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۳:۵۹
Background image

د کونړ ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست په اسمار ولسوالۍ کې د خوړونو د پاکولو چارې پيل کړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ چې د يادې ادارې ټولو ولايتي رياستونو ته يې د خوړونو د پاکولو لارښوونه کړې وه، د کونړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۴۷
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت مقام په لارښوونه د زیانمنونکو او اړمنو کورنیو د ملاتړ په موخه د خوراکي مرستو د وېش بهیر په یاد ولایت کې عملي کړ.

په دې بهیر کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۲۹
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۲۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د بودجه یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري برابرېږي، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .