له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د کابل–جلال‌اباد لویې لارې ته د ښویېدو په حال کې د غره د یوې برخې د وضعیت د ارزونې په موخه سفر وکړ 

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۴
news image

نن ورځ د یکشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په داسې حال کې چې د ننګرهار والي، محترم الحاج ملا ګل محمد (حاجي کاکا)، د لغمان د ولایت مرستیال، محترم مفتي محمد یوسف جمال‌زی، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم قاري خیرمحمد غازي، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم قاري داد محمد حسيني، د اطلاعاتو او نشراتو رئیس، محترم حافظ محمد یوسف حماد، د ماین پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ رئیس، محترم قاري نورالدین رستم‌خیل، د ادارې انجنیرانو او د هستوګنې لپاره د آغاخان بنسټ تخنیکي مسوولینو ، د CWSA مؤسسې استازو او د نورو مختلفو ادارو رئیسانو شتون درلود د لغمان ولایت د قرغه‌یي ولسوالۍ په دیم کاسي سیمه کې د ښویېدو په حال کې د غره له سیمې څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

محترم ترابي صاحب له مسؤلینو سره په غونډه کې وویل، چې موږ زیانمنو کسانو ته د رسېدنې ترڅنګ د وقایوي پروژو پلي کولو ته لومړیتوب ورکړی، ځکه چې دا د خلکو د ځان او مال د ژغورنې تر ټولو اغېزناکه او اقتصادي لاره ده.

د یادې سیمې له ارزونې وروسته د ادارې لوی رئیس، د ننګرهار والي او اړوندو مسوولینو سره د سلا مشورو پر مهال وویل چې د غره دغه برخه د مسافرو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي او باید د دې برخې د وېجاړولو چارې په بیړني ډول پيل شي. نوموړي مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د لارې د ډېر تګ راتګ له امله باید د غره د ویجاړولو کار په چټک او منظم ډول پرمخ یووړل شي، څو د مسافرو لپاره ستونزې رامنځته نه شي.

د یادونې وړ ده، چې د غره د یادې برخې د ویجاړولو کار به د سه شنبی په ورځ په بشپړ خوندیتوب سره عملاً پیل شي.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۱۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۴۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رُخه ولسوالۍ کې د جیولوژیکي او هایدرولوژیکي پېښو له ګواښ سره مخ سیمو د سروې، تشخیص او تثبیت بهیر دوام لري

د قدرتي پېښو پر وړاندې د زیانمنو سیمو د تشخیص، تثبیت او پېژندنې په موخه، د پنجشېر ولایت د رُخه ولسوالۍ اړوند د کوچه بالا، تتمزار او استور کري کلیو، همدارنګه د پیاوشت د نجونو لېسې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د کابل ولایت په ده‌سبز ولسوالۍ کې د یوه چکډیم د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یادې مؤسسې په مالي لګښت، د ده‌سبز ولسوالۍ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د قدرتي پېښو د خطرونو کمولو پنځه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د پراختیا او همکارۍ مؤسسې په همغږۍ او د PREPARA پروژې په ملاتړ، د انجیل ولسوالۍ په یو شمېر کلیو کې د قدرتي پېښو د خطرونو کمولو پنځه مهمې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .