له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د کابل–جلال‌اباد لویې لارې ته د ښویېدو په حال کې د غره د یوې برخې د وضعیت د ارزونې په موخه سفر وکړ 

rahyab
Sun, Dec 07 2025 2:04 PM
news image

نن ورځ د یکشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په داسې حال کې چې د ننګرهار والي، محترم الحاج ملا ګل محمد (حاجي کاکا)، د لغمان د ولایت مرستیال، محترم مفتي محمد یوسف جمال‌زی، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم قاري خیرمحمد غازي، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم قاري داد محمد حسيني، د اطلاعاتو او نشراتو رئیس، محترم حافظ محمد یوسف حماد، د ماین پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ رئیس، محترم قاري نورالدین رستم‌خیل، د ادارې انجنیرانو او د هستوګنې لپاره د آغاخان بنسټ تخنیکي مسوولینو ، د CWSA مؤسسې استازو او د نورو مختلفو ادارو رئیسانو شتون درلود د لغمان ولایت د قرغه‌یي ولسوالۍ په دیم کاسي سیمه کې د ښویېدو په حال کې د غره له سیمې څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

محترم ترابي صاحب له مسؤلینو سره په غونډه کې وویل، چې موږ زیانمنو کسانو ته د رسېدنې ترڅنګ د وقایوي پروژو پلي کولو ته لومړیتوب ورکړی، ځکه چې دا د خلکو د ځان او مال د ژغورنې تر ټولو اغېزناکه او اقتصادي لاره ده.

د یادې سیمې له ارزونې وروسته د ادارې لوی رئیس، د ننګرهار والي او اړوندو مسوولینو سره د سلا مشورو پر مهال وویل چې د غره دغه برخه د مسافرو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي او باید د دې برخې د وېجاړولو چارې په بیړني ډول پيل شي. نوموړي مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د لارې د ډېر تګ راتګ له امله باید د غره د ویجاړولو کار په چټک او منظم ډول پرمخ یووړل شي، څو د مسافرو لپاره ستونزې رامنځته نه شي.

د یادونې وړ ده، چې د غره د یادې برخې د ویجاړولو کار به د سه شنبی په ورځ په بشپړ خوندیتوب سره عملاً پیل شي.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۱۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .