له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست نوې اداري ودانۍ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیسته

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۵:۳۲
news

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي کاپیسا ولایت ته سفر وکړ او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې او د کاپیسا والي قاري احسان الله بریالي، د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي محمد صابر احمد، د اطلاعاتو او نشراتو رئیس، حافظ محمد یوسف حماد، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم محب‌الله جاهد، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم عبدالعلیم افضلي، د بېلابېلو ادارو رئیسانو، ولسوالانو، د ولایت د بېلابېلو ولسوالیو د کلیو متنفذینو، مشرانو او د خبریالانو په شتون کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست نوې جوړه شوې اداري ودانۍ پرانیسته او رسماً یې ګټې اخیستنې ته وسپارله.

په نننۍ غونډه کې محترم ترابي صاحب ټینګار وکړ چې مناسب کاري چاپېریال د هرې ادارې د خدمتونو پر کیفیت او چټکتیا څرګند او مستقیم اغېز لري. نوموړي زیاته کړه چې دا ودانۍ په درې پوړونو کې جوړه شوی، چې یو پوړ یې تر ځمکې لاندې د ګدام لپاره او دوه نور پوړونه یې د اداري چارو د پرمخ وړلو لپاره ځانګړي شوي دي. دغه پروژه د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوې ده او دا پروژې په څلورو نورو ولایتونو سمنګان، کندهار، خوست او میدان وردګ کې په همدې ډیزاین سره بشپړې شوي او یا د بشپړېدو په حال کې دي.

نوموړي د کاپیسا خلکو ته د دې ودانۍ د پرانېستې مبارکي ورکړه او څرګنده یې کړه چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې تل هڅه کړې چې د هر ډول پېښو پر مهال زیانمنو ته بېړنۍ رسېدنه وکړي او دا نوې ودانۍ به په ښه توګه د خدمتونو وړاندې کولو، د بېلابېلو برخو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي او د ورځنیو اداري چارو د اسانتیا لپاره مهم رول ولوبوي.

همدارنګه د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي محمد صابر احمد د ادارې د لوی رئیس له هڅو ځانګړې مننه وکړه او ویې ویل چې پخوا دوی په کرايي ودانۍ کې فعالیت درلود، چې له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو اوس الحمدالله دایمي ودانۍ ترلاسه شوې او په دوامداره توګه به د خلکو په خدمت کې وي.

ورته مهال د کاپیسا والي، محترم قاري احسان الله بریالي د دې ودانۍ د جوړېدو له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د دې بنسټیزې ودانۍ په جوړېدو سره د کارکوونکو او خلکو ستونزې هوارې شوي او له ادارې سره یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

همدارنګه نورو ګډونوالو هم په خپل وار سره ویناوې وکړې او د دې ودانۍ جوړېدل یې د مناسب کاري چاپېریال د رامنځته کولو او پر وخت د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې اغېزمن ګام وباله. همدا راز، ټینګار وشو چې د داسې معیاري تاسیساتو جوړول کولای شي د ادارو د ظرفیت لوړولو، د مدیریت ښه والي او د خلکو لپاره د چټکو او باکیفیته خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

په پای کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس ته د درناوي په توګه لنگۍ په سر ور کېښودل شوه او همدارنګه د ولایت مقام له لوري ګډونوالو ته ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۱۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .