له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د کنړ ولایت د زلزله ځپلو هیوادوالو لپاره ۱۴ کاري کمېټې وټاکلي

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۳
تصویر خبر

نن ورځ سې شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملانورالدین ترابي زلزله ځپلو هیوادوالو ته د چټکو خدمتونو تر سره کولو په موخه د دې ادارې د ۹۴ کارکونکو څخه ۱۴ کاري کمېټې وټاکلې او هرې کمیټې ته یې بیلابیلي دندي وسپارلې.
ښاغلې ترابي صاحب وویل چي کاري کمیټې مو په دې موخه ټاکلي دي چي د هري برخي کارونه چټک او منظم سر ورسیږي او زلزله ځپلو هیوادوالو ته په هره برخه کي عاجلي مرستي ورسیږي.
همدراز ښاغلې ترابي صاحب ټولو کارکونکو ته هدایت وکړ چي نن باید د ستړیا احساس ونکړو او په پوره ایماندارۍ سره زلزله ځپلو هیوادلو ته عاجل خدمتونه وکړو.
دغه ۱۴ کاري کمیټې په لاندي ډول وټاکل سولې:

۱. طیارې ته د زخمیانو پورته کولو کمېټه؛ 
۲. ⁠د شهیدانو راکښلو کمېټه؛ 
۳. د شهیدانو د دفن کولو کمېټه؛ 
۴. ⁠د لارې پاکولو کمېټه؛
۵. د عاجل خوراکې موادو د توزیع کمېټه؛ 
۶. ⁠له مسؤلینو سره د تماس نولو کمېټه؛ 
۷. د صحت کمېټه؛ 
۸. د کمپ یا کلو کې د خیمې لګولو کمېټه؛ 
۹. ⁠د سروې کولو کمېټه؛ 
۱۰. ⁠د توزیع کولو کمېټه؛ 
۱۱. ⁠د موسسیاتو څخه د کومکونو تسلیمولو کمېټه؛ 
۱۲.  ⁠د نشراتو کمېټه؛ 
۱۳. ⁠⁠ ⁠د هالیکوپټرو د نظم کمېټه 
۱۴. د ټولو کمېټو د اکمالاتو کمېټه.

نیټه: ۱۴۴۷/۰۳/۰۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۳:۵۹
Background image

د کونړ ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست په اسمار ولسوالۍ کې د خوړونو د پاکولو چارې پيل کړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ چې د يادې ادارې ټولو ولايتي رياستونو ته يې د خوړونو د پاکولو لارښوونه کړې وه، د کونړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۴۷
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت مقام په لارښوونه د زیانمنونکو او اړمنو کورنیو د ملاتړ په موخه د خوراکي مرستو د وېش بهیر په یاد ولایت کې عملي کړ.

په دې بهیر کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۲۹
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۲۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د بودجه یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري برابرېږي، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .