له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د مزار درې زلزلې ځپلي ودېرو کلي ته ورسېد

نن سهار دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د یو تخنیکي او مجهز پلاوي په مشرۍ کونړ ولایت ته له رسېدو وروسته د زیانمنو د وضعیت د څېړنې لپاره دوه ساعته مخکې د دې ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې زلزله ځپلي ودېرو کلي ته ولاړ.
محترم ترابي صاحب په زلزله ځپلي سیمه کې د زیانمنو کورنیو له غړو سره وکتل او زیانمنو ته د رسېدنې چارو لپاره یې بېلا بېلې کمېټې وټاکلې. نوموړي د کمېټې غړو ته لارښوونه وکړه چې د هرې سیمې شهیدان او ټپیان باید په بېړنۍ توګه له وېجاړو شویو کورونو څخه را و اېستل شي او ټپیان دې ژر تر ژره د ننګرهار ولایت روغتونونو ته ولېږدول شي.
د یادونې وړ ده، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ټیمونه په سیمه کې د لټون او ژغورنې په عملیاتو بوخت دي او د اړینو بشري مرستو کاروان زلزله ځپلو سیمو ته لېږدول شوی دی.
نېټه:۱۴۴۷/۳/۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره