له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د NPA نړیوالې مؤسسې له رئیس سره وکتل
نن یکشنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د NPA نړیوالې مؤسسې له رئیس ښاغلي رسل، د ناروې د دفتر له مسؤلینو قاسم هاشمي او ښاغلي دروین او د هغوی له مل پلاوي سره وکتل.
محترم ترابي صاحب وویل چې دا اداره تل د همکارو مؤسسو او بنسټونو مسؤلینو ته ډاډ ورکوي چې ملاتړ به یې کوي او په مرکز او ولایتونو کې د موسسو لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي، تر څو وکولای شي خپلې پروژې پر خپل وخت پلي کړي. نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې دا اداره مؤسسې هڅوي تر څو د هېواد د خلکو په ګټه د لا زیاتو بودجو د جلبولو لپاره هڅې وکړي.
د ادارې لوی رئیس همدارنګه وویل چې د دې ادارې د لومړیتوبونو لړلیک ترتیب شوی دی او له دوی سره به شریک شي، تر څو د یو لارښود په توګه وکارول شي او په هماغه برخه کې فعالیتونه ترسره کړي.
په همدې حال کې، ښاغلي رسل د ادارې د لوی رئیس له پرله پسې ملاتړونو څخه ځانګړې مننه وکړه او ویې ویل چې د دې ادارې له لوري د مناسب کاري چاپېریال په برابرېدو سره به هڅه وکړي تر څو لا زیاته بودجه جلب کړي او د ماینپاکۍ ملي مؤسسو له لارې به پروژې په ګډه توګه پلي کړي.
همدارنګه، د ناروې د دفتر یو مسؤل ښاغلي دروین د یادې مؤسسې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دا مؤسسه له ۸۵ کلونو راهیسې فعالیت لري، په ۷۰ هېوادونو کې یې فعالیتونه ترسره کړي او اوس هم په ۳۵ هېوادونو کې فعالې پروژې لري. نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د دې مؤسسې په ستراتیژۍ کې په لومړیتوب کې شتون لري.
په پای کې، د ادارې د لوی رئیس لخوا هغه ډالۍ چې د یاد پلاوي لپاره په پام کې نیول شوې وې، د NPA موسسی د ناروې د دفتر مسؤل ته وسپارل .
نېټه:۱۴۴۷/۸/۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
