له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس په افغانستان کي د جاپان له سفیر سره وکتل

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۲۱:۸
news image

نن ورځ یک شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملانور الدین ترابي د جاپان له سفیر ښاغلې تاکایوشي کورومیا او ورسره راغلي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
د جاپان سفیر، ښاغلې تاکایوشي کورومیا په هیواد کي د ورسیتو زلزلو له امله خواشیني څرګنده کړه او جاپان یې د افغانستان یو ښه دوست هیواد یاد کړ او د خپلو کړو مرستو یادونه یې وکړه او وویل چي لابه هم خپلو مرستو ته دوام ورکوو ترڅو لا هم د دغه دوو هیوادونو اړیکي پیاوړې سي.
ښاغلي سفیر د یادي ادارې د لوی رئیس څخه مننه وکړه چي تل یې د مؤسیساتو سره همکارې کړې او زیانمنو کورنیو ته یې په شفافیت سره مرستي رسولي دي، همدارنګه به د د کنړ ولایت د زلزله ځپلو سره نوري مرستي هم وکړو. 
ښاغلې ترابي صاحب د سفیر او راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او مننه یې ورڅخه وکړه چي د کنړ ولایت د زلزله ځپلو کورنیو سره یې مرسته کړې ده،  همداراز یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې پر لاسته راوړانو او مشکلاتو یی ګډ بحث وکړ او یادونه یې وکړه چي په افغانستان کي زیات شمیر خلګ د غربت او بي وزلۍ سره مخ دي او مرستو ته جدي اړتیا لري او مرستي باید بشري وي سیاسي اړه ورنکړي.
همداراز، ښاغلې ترابي صاحب زیاته کړه چي جاپان هیواد تل زموږ سره د مرستو په برخه کي زیاته همکاري کړي ده او موږ ورڅخه منندوی یو او په راتلونکي کې د لازیاتو همکاریو او مرستو غوښتنه یې هم ورڅخه وکړه.
دغونډي په ورستیو کي پر ګډو همکاریو ټینګار وسو. 

نیټه: ۱۴۴۷/۳/۱۴ هــ ق  
 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د فراه رود ولسوالۍ په جنګل یونس، زرمردان، علي آباد او کوتل ګزک کلیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۱ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په ناری ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۲۰۱ بېځایه شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

د سېلابونو له امله د پروان–بامیان تړل شوې لویه لاره بېرته پرانیستل شوه

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست اعلان وکړ، چې د شینواري ولسوالۍ په برج ګلجان سیمه کې، د پروان–بامیان لویه لاره، چې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .