له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس په قطر کې مېشت د افغان سوداګرو له لوري د کونړ له زلزله ځپلو سره شوې نغدې مرستې په یاد هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر څخه ترلاسه کړې 

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۲۱:۵۲
news image

نن ماسپښین د شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د قطر لپاره د افغانستان اسلامي امارت له سفیر محترم محمد سهیل شاهین سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او له هغه څخه یې په قطر کې د افغان سوداګرو له لوري د کونړ ولایت له زلزله ځپلو سره شوې نغدې مرستې ترلاسه کړې.
 په دې ناسته کې، محترم ترابي صاحب له افغان سوداګرو او کاریګرو څخه د قدردانۍ ترڅنګ وویل، چې د کونړ ولایت زلزله ځپلي خلک لا هم مرستو ته اړتیا لري او موږ په دې برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي او هڅه کوو چې د زلزله ځپلو لپاره نورې مرستې هم برابرې کړو. نوموړي وویل چې دا نغدې پیسې به د زلزله ځپلو اړتیاوو ته په کتو وکارول شي او همدارنګه یې په نورو سوداګرو او خییرو کسانو غږ وکړ چې د اړمنو خلکو د مرستې لپاره خپلې همکارۍ او ملاتړ ته دوام ورکړي.
ورته مهال، په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر، محترم محمد سهیل شاهین، زیانمنو کسانو ته د رسېدنې، له ملي او نړیوالو مرستندویه موسسو سره د همغږۍ او تعامل، او د ادارې د وړتیا لوړولو په برخه کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د فعالیتونو ستاینه وکړه او د دې ادارې هڅې یې اغېزناکې وبللې. نوموړي همدارنګه وویل چې له خپلې خوا به هڅه وکړي ترڅو د زلزله ځپلو لپاره نورې مرستې هم را جلب کړي.
د یادونې وړ ده چې د غونډې په پای کې د ۲۶,۳۰۰ ډالرو نغدي مرسته، چې په قطر کې مېشتو افغان سوداګرو او کاریګرو د کونړ ولایت د وروستیو زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره راټولې کړې وه، د هیواد د سفیر له لوري له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس ته وسپارل شوه.

نیټه: ۱۴۴۷/۰۴/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۱ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په ناری ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۲۰۱ بېځایه شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

د سېلابونو له امله د پروان–بامیان تړل شوې لویه لاره بېرته پرانیستل شوه

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست اعلان وکړ، چې د شینواري ولسوالۍ په برج ګلجان سیمه کې، د پروان–بامیان لویه لاره، چې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۹:۵۹
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

 د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په خلم او فیروز نخچیر ولسوالیو کې د وروستو سېلابونو له امله ۱۹ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .