له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې هیئت ۵ تنه مرکزي کارمندانو د ترابی صاحب په هدایت د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه د څارني او ارزوني په موخه د دوو ورځو په موده کي کتنه وکړه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۲۱:۵۴
تصویر خبر

د یک شنبي او دوشنبي  په ورځو کي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ۵ کسیز هیئت  چي د څارني او ارزونې ریاست څخه د ارزوني امر، د خطر د مخینوي او کمولو ریاست څخه دپېښو د خطرونو کمولو کار پوه، د بیړینو حالتو د ریاست څخه د اسنادو د ثبت مدیر، د کارکونکو د چارو ریاست څخه د پلان جوړني مدیر او دنشراتو او عامه اړیکو ریاست څخه د کلیپونو جوړولو او عامه پوهاوي مدیر د څارني او ارزوني، د کارونو د لا شفافیت او پرمختګ په موخه د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه کتنه وکړه. 
دا څارنه او ارزونه چي دوې اونۍ وړاندي د ترابي صاحب په هدایت ۳۳ ولایتونو څخه شروع شوې ده د زونونو په حساب هر زون ته ۵ کسیز هیئت لیږل سوی دی  چي و به وکولای سي چي د ولایتي ریاستونو په کارونو کي  به پوره شفافیت، پرمختګ او چټکتیا راولي او ټول کارمندان  به د خپلو لایحو او کاري پلانونو مطابق کارو ته متوجې کړي تر څو  اولس ته غوره او پر وخت خدمتونه وکړي.
جنوب غرب زون ته  ته استول شوی ۵ کسیز هیئت وایې چي  موږ د ددو ورځو په موده کي د بادغیس  ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ټولو شعاباتو، کارونو، دوسیو، ګدام او اسنادو څخه څارنه وکړه او د ټولو کارمندانو څخه مو د دندو د لایحو او کاري پلان پوښتنه وکړه او ټولو ته  مو سپارښتنه وکړه چي خپل کارونه پر وخت خلاص کړي او ټولو کارمندانو ته توصیه وشوه چي  هغه اسنادونه د ځان سره وساتي چي د مرکزي ادارې څخه ورته راځي.

نیټه: ۱۴۴۶/۹/۳ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۵۵
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۱ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AWSDC مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۳۰
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وچکالۍ له امله ۲,۳۷۵ اغېزمنو شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د IRC کمېټې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې. 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د میشن اېسټ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بدخشان ولای له پېښ، سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په شهدا. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .