له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې هیئت ۵ تنه مرکزي کارمندانو د ترابی صاحب په هدایت د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه د څارني او ارزوني په موخه د دوو ورځو په موده کي کتنه وکړه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۹:۴۰
news image

د پنجشنبه او جمعه په ورځو کي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ۵ کسیز هیئت  چي د څارني او ارزونې ریاست څخه د ارزوني کارپوه، د پیښو د خطرونو د تحیلیل او ارزوني کارپوه، د بیړینو حالتو د ریاست څخه د NDMIS آمر، د کارکونکو د چارو ریاست څخه د اجرائیه مدیر او دنشراتو او عامه اړیکو ریاست څخه د دیزاین او ایدیت مدیر د څارني او ارزوني، د کارونو د لا شفافیت او پرمختګ په موخه د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه کتنه وکړه. 
دا څارنه او ارزونه چي شاوخوا یو اونۍ مخکي د ترابي صاحب په هدایت ۳۳ ولایتونو څخه شروع شوې ده  د زونونو په حساب هر زون ته ۵ کسیز هیئت لیږل سوی دی  چي و به وکولای سي چي د ولایتي ریاستونو په کارونو کي  به پوره شفافیت، پرمختګ او چټکتیا راولي او ټول کارمندان  به د خپلو لایحو او کاري پلانونو مطابق کارو ته متوجې کړي تر څو  اولس ته غوره او پر وخت خدمتونه وکړي.
جنوبي زون ته استول شوی ۵ کسیز هیئت وایې چي  موږ د دوو ورځو په موده کي د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارز آمادګۍ ریاست د ټولو شعاباتو، کارونو، دوسیو، ګدام او اسنادو څخه څارنه وکړه او د ټولو کارمندانو څخه مو د دندو د لایحو او کاري پلان پوښتنه وکړه او ټولو ته  مو سپارښتنه وکړه چي خپل کارونه پر وخت خلاص کړي او د ټولو شعباتاتو مخ ته لوحې نصب شوې نومونه یې پر ولیکل او د ټولو شعاباتو پر دروازو لوګوګاني ونښلول شوې او ټولو کارمندانو ته توصیه وشوه چي  هغه اسنادونه د ځان سره وساتي چي د مرکزي ادارې څخه ورته راځي.

نیټه:۱۴۴۶/۹/۰۲  هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۱
Background image

د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM, WFP او UNICEF دفترونو په ملاتړ، ۲۳۲ کورنیو ته چې د یاد ولایت په کچه د بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۹
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یو کانال د جوړولو پروژه پرانیسته

له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د (AYSO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د مرکز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۲۳
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۳ بېځایه شویو او مستحقو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د WAR child CANDA او د PU-AMI مؤسسو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو مؤسسو په ملاتړ، د دې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .