له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې پلاوي د افغانستان لپاره د قزاقستان له سفیر سره د تورغنډي په بندر کې وکتل

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۳:۲۰
تصویر خبر

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس, مولوي محمد موسی اشعري او د دې ادارې د بهرنیو اړیکو آمر برهان‌الدین شینواری، د تورغنډي په بندر کې د قزاقستان هېواد د خوراکي او غیر خوراکي مرستو د ترلاسه کولو په څنډه کې د افغانستان لپاره د قزاقستان هېواد له سفیر ښاغلي ګازیس اکباسوف سره وکتل.
په دې لیدنه کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې پلاوي, د دې ادارې د لوی رئیس, محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د قدردانۍ پیغام له سفیر سره شریک کړ او د قزاقستان مرستې یې مهمې، اغېزمنې او پر وخت وبللې, چې دا مرستې د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو ښکارندویي کوي.
ورته مهال, د افغانستان لپاره د قزاقستان سفیر د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه وبللې او د افغانستان له خلکو سره یې د مرستو پر دوام ټینګار وکړ. هغه څرګنده کړه چې دا مرستې د ماشومانو، مشرانو او ټولو اړمنو افغانانو لپاره دي.
په پای کې دواړو لوریو د دوه اړخیزه همکاریو پر دوام او د متقابلو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۰۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .