له پېښو سر د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ترمنځ د ماینونو قرباني شویو د معلوماتو د ثبتولو ډیټابیس جوړولو لپاره د ګډو همکاریو تړون لیک لاسلیک شو

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۲۲:۲
news image

نن ورځ چهارشنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له رئیسې مېرمن کاتاریتا ریتز، د رئیسې سلاکار عزت ګل او د ناچاودو توکو برخې د همغږۍ مسؤول، فریډرک ماري فاوست سره د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رئیس، قاري نورالدین رستم خېل او د دې ادارې د نړیوالو اړیکو رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني په شتون کې وکتل او د ګډو همکاریو تړون لیک یې ورسره لاسلیک کړ.
په دې ناسته کې، ښاغلي ترابي صاحب د سره صلیب پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل، چې زه د سره صلیب له ټولو اصولو سره آشنا یم، او دې کمېټې له پخوا څخه تر نن پورې د افغانستان له خلکو سره پراخې مرستې کړې دي او موږ له دوی مننه کوو.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست همداراز د سره صلیب له نړیوالې کمېټې د ماین پاکۍ په چارو کې د همکارۍ له امله مننه وکړه او ویې ویل، چې ماین پاکي د دې ادارې له اساسي دندو څخه ده، او موږ باید نږدې همکارۍ ولرو او د خلکو د خدمت لپاره د یو بل له امکاناتو ګټه واخلو. نوموړي همداراز له دوی وغوښتل چې د دې ادارې په تخنیکي کمېټه کې، چې له مؤسسو سره په ګډه جوړه شوې، ګډون وکړي، هغه ټینګار وکړ چې دا کمېټه باید نه یوازې د ماین پاکۍ، بلکې داخلي اصولو ته په کتو په نورو برخو کې هم د دې ادارې سره همکاري وکړي.
په همدې حال کې، په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې رئیسې، مېرمن کاتاریتا ریتز، د ترابي صاحب له لوري د دې ملاقات د زمینې برابرولو له امله مننه وکړه او ویې ویل، چې زه د دې ادارې د ماین پاکۍ فعالیتونه له نږدې څارم او دې پایلې ته رسېدلې یم چې دا برخه په خپلو چارو کې ښې لاسته راوړنې لري.
د سره صلیب رئیسې وویل، زموږ د کار اساسي موخه د ماین قربانیانو ته رسېدنه ده، او د دوی شخصي معلومات باید داسې شریک او ثبت شي چې حقوقي مسؤولیت ونه لري. نوموړې زیاته کړه چې د دې کمېټې تخنیکي ټیم به له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ته معرفي کړي، ترڅو معلومه شي چې موږ له دی ادارې سره په کومو برخو کې همکاري کولای شو.
د یادونې وړ ده، چې د دغه تړون لیک له مخې، د سره صلیب نړیواله کمېټه به د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست سره نږدې او دوامداره اړیکې ولري، او د ماینونو او ناچاودو توکو د قربانیانو ټول شخصي معلومات به، د پیښې د وخت او ځای سره یو ځای، دې ریاست ته وسپاري او دغه ریاست به یاد معلومات د IMSMA معلوماتو مدیریت سیسټم کې په راتلونکې کې د کارولو لپاره ذخیره کوي.

نېټه:۱۴۴۶/۹/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۲۲
Background image

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٠٠ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د میشن اېسټ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په ورسج. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۱۹
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ACTED مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د څوکۍ ولسوالي د دیوه ګل درې په زوړ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۳۷
Background image

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د شهرک ولسوالۍ اړوند ۵۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .