محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست په افغانستان کې د ماین پاکي د موسسو له مسوولینو سره لیدنه وکړه

tamim_azimi
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۴:۸
تصویر خبر

کابل- د محرم ۹- ۱۴۴۶/ د چنګاښ ۲۵-۱۴۰۳
محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست، نن سهار په افغانستان کې د ماین پاکي د موسسو MCP, DAFA, DRC, ATC, MDC, FSD، هلو ټرسټ او اومر له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست ووېل: چې هر کال په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده توکو له امله لسګونه هیوادوال خپل ژوند له لاسه ورکوي، او اړتیا ده چې د ماین پاکي په برخه کې په پراخه کچه هڅې ترسره شي.
محترم الحاج ملا نورالدین ترابي زیاته کړه، چې دغه ماینونو د تېرو څو لسیزو د جګړو په وخت کې ځاۍ پر ځاۍ شوي و، او دغه ماینونه زیاته موده په ځمکه کې د پاتې کېدو وړتیا په درلودو سره وروسته یې د چاودېدو امکان هم وي، او دا مهال په ولایاتو کې اکثره ځمکې په ماینونو او ناچاوده توکو ککړې دي. 
همدارنګه د پېښو پر وړاندې چمتووالي ملي ادارې سرپرست ووېل: چې د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی ترڅو له ملي او نړۍ والو موسسو سره د ماین پاکي په برخه کې کار وکړي او اړتیا ده چې د ماین پاکي په برخه کې له دواړو خواوو هر اړخېزه همکاري ترسره شي.
ښاغلي ملا نورالدین ترابي صاحب ووېل: چې همدا تېره ورځ په میدان وردګ ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله یو مسافر وړونکی موټر د دغه ماین له امله زیانمن شوی، چې له امله یې زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان شول.
د پېښو پر وړاندې چمتووالي ملي ادارې سرپرست په افغانستان کې د ماین پاکي د یادو موسسو مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې زموږ په اداره کې به ستاسو ټولې قانوني چارې په وخت سره ترسره کېږي او په دی برخه کې به له هر ډول خنډ او ځنډ څخه مخنیوی وشي.
همدارنګه په افغانستان کې د ماین پاکي موسسې هلوټرسټ رییس ووېل: کوم ماینونه چې اوس مهال په افغانستان کې شتون لري هغه ټول د پخوانیو جګړو په وخت کې بې نقشې ځاۍ پر ځاۍ شوي دي. او زیاته یې کړه، چې دا مهال په افغانستان کې د ماین پاکي موسسې د بودجې له کمښت سره مخ دي، او نړۍ واله ټولنه د افغانستان پرځاۍ ځینو نورو هیوادونو لکه د اوکراین او سوډان جګړې په پام کې نېولې دي او افغانستان یې بدبختانه د ماین پاکي په برخه کې له پامه غورځولې. 
همدارنګه یادونه یې وکړه چې، د ماین پاکي په برخه کې ۱۲۲ هیوادونو یو وخت د ماین پاکي په برخه کې تړون لاسلیک کړ چې نور به د ماینونو له جوړولو څخه ډډه وکړي خو ځینو نورو هیوادونو د خپل منځي سیالۍ په موخه د دغه تړون د لاسلیک کولو څخه مخنیوی وکړ.
نوموړي ووېل: چې له بده مرغه د ماین پاکي برخې ته تبلیغات نه کېږي، او ترڅنګ یې د ماین پاکي پرځاۍ پولیو او خوارځواکۍ ته ډېره پاملرنه کېږي چې په دې ترڅ کې پولیو او خوار ځواکۍ ته لسګونه میلیونه امریکایي ډالر ځانګړې شوي خو له بل پلوه ماین پاکي ته پاملرنه نه کېږي. او هغه یادونه وکړه چې زموږ لخوا د ماین پاکي لپاره د بودجې غوښتنې په وخت کې اروپایي ټولنه دا موضوع سیاسي کوي او موږ ته د ښځو تعلیم او نور موضوعات بهانه کوي او هغوۍ وایي چې د افغانستان د ماین پاکي موسسې دي د بهرنیو موسسو تر چتر لاندې خپل کارونه ترسره کړي.
همدارنګه د هلوټرسټ د ماین پاکي موسسې رییس ووېل، چې هره میاشت افغانستان ته د بشري مرستو لپاره د ورکړل شویو نغدي مرستو څخه که موږ ته ۲ سلنه بودجه راکړل شي نو موږ د ماین پاکي چارې په ښه توګه ترسره کولای شو.
په پای کې نوموړي ووېل: چې له بده مرغه په ځینو ادارو کې زموږ اداري کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي او دا یوه غټه ستونزه ده. او همدارنګه د یادو موسسو مسوولینو د پېښو پر وړاندې چمتووالي ملي ادارې اړوند د ماین پاکي چارو د همغږۍ ریاست له کارونو څخه د ستاینې ترڅنګ یې د هر اړخېزې همکاریو ژمنه وکړه.

تصویر خبر

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۳:۳۲
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د حرفوي زده کړو۸۰ تنه زده کوونکو ته نغدې پیسې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AYSO موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، هغو ۸۰ تنه زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۳:۱۲
Background image

د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د ښویېدو په حال کې د ډبرو د تثبیت او پاکولو چارې پیل شوې 

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او تر څارنې لاندې د دره نور ولسوالۍ د ستن او شیمل کلیو د خلکو د غوښتنو او عریضو له مخې، په یادو کلیو کې د ښویېدو په حال کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۳:۸
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۰۶ اړمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .