میدان وردګ ولایت کې ۵۵ زیانمنو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي مرستې ترلاسه کړې

میدان وردګ- د وړي ۳مه-۱۴۰۱
DACAAR، WFP او IOM موسسو د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې د وروستیو سیلابونو له امله ۵۵ کورنۍ زیانمنې شوي وې چې له سروې وروسته هرې کورنۍ ته یو روغتیایي کېټ، د البسې، پخلنځي او ژمني توکو کېټونو، ۲۰۰ کیلوګرامه اوړه، ۲۵ کیلو ګرامه دال، ۲۰ لیتره غوړي او د ماشومانو لپاره د خوار ځواکۍ مواد ووېشل.
